داخلي مزدوران داشغالګرو په جنایتونو پرده اچوي!

یاسرافغان

داشغالګرو په جنایتونو او وحشتونو، ټول دصلیب اواشغالګرو چاپړوس اومنحوس غلامان ګونګه اوچوپه خوله دي اوپرده پری اچوی ،دالا څه کوي چې دوی یي ډیر په فخر اعلانوي چې په بیلا بیلو ولایتونو کې مو دومره اودومره وسلوال په شپنېو عملیاتو کې وژلي، کله چې طالبان خپل مقابل لوري اشغالګر اویامزدوران یي ترځپونکی اوخونړي برید لاندې ونیسی او درنه مرګ ژوبله ور واړوي ارګ مشر غني اونور کونجاړه خواره سمدلاسه یي په کلکو ټکو غندي اودپیښی عاملان یي سمدلاسه وحشیان وبلی اوټول وژل شوي مزدوران یي ملکیان یادوي چې ښه بیلګه یي دپکتیا دخونړې برید ده خو ددوي جنایتکاران اشغالګر اودهغوي وحشی داړماران کوم وحشت او جنایت وکړئ ټول ټرمپخیل پري چوپه خوله وي.

په بیلا بیلو ولایتونو کې، هرشپه داشغالګر اوظالم دښمن له لوري دمظلمو اوبیګناه افغانانو، په کورنو وحشیانه شپني چاپي غور ځول کیږي چې قربانېان یي ټول بیګناه عام هیوادوال دي تیره شپه ګوډاګیانو چې اکثریت یي اشغالګر ول دغزني په ناوه اودننګرهار په اچین ولسوالۍ وحشیانه چاپي ووهلي چې ۱۷ تنه بیګناه مظلوم افغانان دښځو اوماشومانو په ګډون شهیدان او بندیان کړل.

داده تیره شپه بیا صلبیانو اودهغوی روزل شويو غلامانو په یادو ولایتونو کې خونړې چاپي وهلي چې ددننګرهار په اچین کې یي دیوی کورني ۷ تنه ځوانان په شهادت رسولي چې وروڼه او داکا زامن دي اوګڼ نور یي له ځانه سره وړي.

همدار راز غزني ګیلان کې هم دښځو اوماشومانو په ګډون ۱۳ تنه هیوادوال په شهادت رسولي.

دا پداسې حال کې چې اشغالګرو اودهغوي چاپړوسو مزدورانو خپلو ناوړو جنایتونو ته دوام ورکوي چې دهغوی بادار ټرمپ دافغانستان لپاره نوي خونړي استراتیژي اعلان کړی ،اوله بلې خوا دخداي په مینه مستو ځوانانو پدا وروستېو کې ددوي کږي خولي پري ماتي کړي په پکتیا، غزنی، کندهار، کابل ،لغمان ، فراه ، میدان وردګ، او روزګان ، کې یي دامریکایي اشغالګرو په ګډون سلګونه اجیر عسکر دتوري له تیغه تیر کړل او دجهنم ترکندو یي ورسول اودالړي لله الحمد ښه خرف اوترف روانه ده صلبیان غلامان یي هر وخت کسات له عامو اوبیګناه افغانانو اخلي پدې وحشیانه اوخونړيو چاپو سره په افغانانو کې وحشت او ویره خپروي چې د دټرمپ دخونړي استراتیژي یوه برخه ده.

ان شاء الله دعامو هیوادوالو کسات به اسلامی امارت هرو مرو دصلیبانو او دهغوی دلاسپوڅو غلامانو څخه یو په سله اخلي

ان شاءالله العزیز.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د