ریکس ټیلرسن ولي ولسمشر غني بګرام ته احضار کړ؟

سرمقاله : تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په یوه ناڅاپي سفرکابل ته راغی.

نوموړي د معمولو دیپلوماتیکو مقرراتو په له پامه غورځولو سره د کابل نړیوال هوايي ډګر په ځای د بګرام په هوايي ډګر کې ښکته اوهلته یې د ګډ حکومت غبرګ مشران امریکايي اډې ته احضار کړل.

دا لومړی ځل نه دی چې امریکایان په کابل کې د خپل تحت الحمایه رژیم له چارواکوسره دا ډول توهین آمیزه چلند کوي ، بلکې تر دې وړاندې د ۲۰۰۳ کال د می په میاشت کې د امریکا د وخت دفاع وزیر ډونلډ رمزفیلد هم بګرام اډې ته په راتګ سره د وخت ولسمشر حامد کرزي احضار او په ډیر توهین آمیزه ډول یې ور سره تر یوې پوځې خیمې لاندې وکتل.

امریکايي چاواکو له جورج ډبلیو بوش نه نیولې ، تر اوباما او بیا جمیس مټیس خیلو او ټیلرسن پوري یوه یې هم د کابل تحت الحمایه حکومت له چارواکو سره هغه اصولې تعامل نه دی رعایت کړی کوم چې د دوو هیوادونو د چارواکو ترمنځ د دیپلوماتیک عُرف مطابق ترسره کیږي.

که څه هم چې د ارګ توهین کړل شوي چارواکي هڅه کوي له افغان ولس څخه له دوي سره شوی امریکايي چال چلند پټ کړي مګرامریکایان په ټول توان سره کوښښ وي هغه د خپلو رسنیو له لاري افشاء او په ولس کې د دوئ د لا تذلیل لپاره د هغه تعامل ټول جُزئیات په تفصیل نشر کړي ، چې ژوندۍ بیلګه یې د نیویارک ټایمز لخوا بګرام ته د ښاغلی غني او عبدالله د احضاري انځورونو خپرول دي.

دلته زمونږ اصلي خبره کابل ته د ښاغلي ټیلرسن په ناڅاپي سفر او د کابل هوايي ډګر په ځای په بګرام کې ښکته کیدلو باندې ده.

نوموړي ځکه دا تکتیک غوره کړ چې ویره یې لیرله له هغه برخلیک سره مخ شي له کوم سره چې تر ده وړاندې د دفاع وزیر جیمس مټیس او د ناټو عمومي منشي مخ شو چې د طالبانو لخوا د کابل په هوايي ډګر کې د ۴۰ توغندویو په توغوولو سره استقبال شو.

ریکس ټیلرسن چې د ټرمپ په کابینه کې ترهغه ځان هوښیار ګڼي دا حقیقت درک کړي چې د ګډ حکومت استخباراتي ارګانونه په اصل کې د ګاونډیو هیوادونو هغه جاسوسي ځالې دي چې هرمحرم راز یې تر ارګ وړاندې تهران ، اسلام آباد، بجینګ او مسکو ته مخابره کیږي، ځکه نو ټیلرسن هم د هغوي په اغفالولو سره د کابل هوايي ډګر په ځای بګرام ته په رسیدو سره ښاغلی غني، ډاکټر عبدالله او د ملي امنیت مشاور بګرام ته احضارکړل ترڅو هم دی له خطره وژغورل شي او هم په دې کار سره افغان ولس ته د ګډ حکومت چارواکو اصلي ماهیت ښه ور وپیژني.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د