د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ځانګړو غوښتنو سره اسلام اباد ته تللی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۶): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټيلرسن له کابل وروسته اسلام اباد ته تللی او هلته يې افغانستان کې د روانې جګړې په اړه له پاکستان څخه ځانګړې غوښتنې کړي دي.

ټیلرسن د پاکستان له پوځي او ملکي چارواکو سره په ګډې ناستې کې د امریکا او پاکستان تر منځ د اعتماد په جوړولو سربېره د طالبانو په کمزوري کولو هم خبرې کړي دي.

د ریکس ټيلرسن او پاکستاني چارواکو تر منځ روانه ناسته د پاکستان د صدر اعظم شاهد خاقان عباسي په دفتر کې شوې ده.

پاکستان ته له تلو څو ورځې وړاندې ريکس ټيلرسن د اسيايي هېوادونو په اړه په خپلو څرګندونو کې ويلي و، چې پاکستان بايد د ترهګرۍ پر ضد جګړې کې خپلې وعدې عملي کړي او زیاته کړې يې وه، چې پاکستان د پخوا په څېر د امریکا باوري دوست نه دی.

اسلام اباد ته له رسېدو وړاندې د کابل په شمال بګرام کې د امریکايي پوځيانو سترې پوځي اډې کې نوموړي رسنيو ته وويل، چې «پاکستان سره زموږ دستي او اړيکې په شرطونو ولاړې دي او پاکستان بايد خپلې ژمنې عملي.»

ريکس ټيلرسن ويلي: «پاکستان بايد طالبان د خبرو مېز ته کينوي او ورسره همدارنګه د طالبانو په ګډون د امریکا مخالفو ډلو په له منځه وړلو کې د امریکا مرسته وکړي.»

ټيلرسن زیاته کړې، چې امریکا د پاکستان په مستقبل هم دومره اندېښمنه ده، څومره، چې د افغانستان په اړه فکر لري.

ټيلرسن د خپلو خبرو تفصیل نه دی بيان کړی، خو په تېرو وختونو کې امریکايي چارواکو اندېښنه ښکاره کړې وه، چې د پاکستان اټومي وسلې به د سخت دريځو ډلو لاسونو ته ولوېږي، خو پاکستان تل دغه اندېښنې رد کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کابينې کې د بهرنیو چارو وزیر تر ټولو «غیر فعال» بلل شوی او د امریکا کانګريس هم ډېرې نيوکې پرې کړي دي.

د ټرمپ د نوې سټراټيژي له مخې، چې ډېری تمرکز يې د خبرو پر ځای په جګړې دی، د افغانستان په قضیه کې هم تر ډېره د دفاع وزیر جیمس مټيس فعال دی او دا لومړی ځل دی، چې ريکس ټیلرسن په دې اړه فعالیتونه پيل کړي دي.

ریکس ټيلرسن پرون په نا اعلان شوي سفر د بګرام پوځي اډې په يوه قهوه خانه کې د ګډ حکومت مشران خپلو ليدو ته ورغوښتي وو، چې د ټولنيزو رسنيو د فعالانو له لوري د اشرف غني او عبدالله دغه کړنه د افغان ملت د غرور او عزت النفس بې ساري سپکاوی بلل شوی دی.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د