نړۍ

پاکستان د ایران د برمته عسکرو په موندلو کې استخباراتي مرسته کوي

نن ټکی آسیا: پاکستاني حکومت د برمته عسکرو په موندلو کې د ایران د مرستې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی او په دې تړاو یې د هر ډول اطلاعاتي او استخباراتي مرستې ژمنه کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندويې مېرمن تسنیم اسلم خبریالانو سره په خبرو کې یو ځل بیا ویلی دي د ایراني پوله ساتونکو دبرمته کیدا او دپاکستان په خاوره کې يې دساتلو په اړه هیڅ معلومات نه لری  او نه داسې کوم سند شته چې ثابته کړي برمتګر د پاکستان په خاوره کې دي او د ردولو لاسوند یې هم له پاکستاني لورې سره نشته.
هغې همداراز ویلي دي ،چې پاکستان دې ته تیار دی چې په دې تړاو اطلاعاتي ملګرتیا وکړي اوکه چيرې دوی ته داسې کوم سند او مدرک په لاس ورشي نو حتما به د بریدګرو دپټنځایونو په ضد عملیات وکړي او دغه برمته شوي کسان به وژغوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x