fbpx
ټول وژل شوي کسان یو تربله وروڼه او د تره زامن دي

اشرف غني په مندر کې او ننګرهاريان په هديره کې

زلمی افغانزاد

اشرف غني ابله ورځ په بګرام هوايي اډه کې د اشغالګرې امريکا د بهرنيو چارو له وزير ټيلرسن سره وليدل چې د افغان ولس د وژنې لپاره ترې څو نورې وژونکې وسلې ترلاسه کړي او تېره ورځ يې د هند په مندرونو کې ځولۍ غوړولې او د مظلوم ولس د تباهۍ لپاره يې ملا تړ ته رابلل.

ټليرسن له افغانستان وروسته په عراق کې د مسلمان ملت د مرګونو کچې په لوړولو غږيده او عيسايي سخت زړو عسکرو يې د اشرف غني وطني وحشيانو په ملتيا په ننګرهار کې خپله تحفه افغانانو ته ورکړه او ۷ جنازې يې پر اوږ ورته کيښودلې.

تېره ورځ اشرف غني د هندوانو نجونو له لاسونو د ګلونو غونچې واخيسلې او مندرونو کې يې د نمستې لاسونه په دې هيله سلامي ونيول چې که هندوان يې په ولس وبلوسي، خو ننګرهار کې کليوالو د ټيلرسن د عسکرو له خوا تويې شوې وينې پاکولې او د خدای په وړاندې يې په دې اميد د دعا لاسونه لپه کړي و چې د پرديو له يرغل او وحشتونو نجات ورکړي.

دا هم ورځ وه چې تېره شوه، که دغه امريکا او ګوډاګيان يې په دې مظلوم او بې دفاع ولس حاکم و، داسې ورځې به نورې هم ډېرې ووينو او ډيرې جنازې به مو اوږې ستړې کړي، ډېر کورونه به مو په هديرو بدل شي، ډېرې مندې به بورې او خوندې به ورارې شي او ډير زلمي به مو د قبرونو ايستلو په مهال د ستوماني ماتولو لپاره د پروني شهيد تازه قبر ته ډډه ووهي.

دا يوازې زمونږ بې وزله هيوادوال نه دي چې د امريکايي وحشيانو د ظلمونو ښکار دي، بلکه د دنيا په ډيرو کونجونو کې د امريکا له لاسه د مسلمان ملت اوښکې بهيږي، له افغانستانه نيولې تر عراقه او له صومال نه واخله تر سوريې ټول د امريکايي مظالمو او د هغوی د لاسپوڅو تر وحشت لاندې د غم شپې ورځې تيروي.

خو دا د دردونو بارانونه او د امريکا او ګوډاګيانو ظلمونه به تر هغو جاري او ساري وي چې ملتونه ويده، که ملتونه ويښ شي ناخوالي به خودبخود ناپديدې شي.

زمونږ ملت به له دې مظالمو هله نجات مومي چې ځوانان يې څو شيبې سر په زنګون تکيه او دې هرڅه ته ژور فکر وکړي او ځان آګاه کړي. اوس چې په ناشعوري ډول د امريکايي ګوډاګيانو د تشو خبرو په مټ د جګړې د اور خاشاک دي، بايد په شعوري توګه د جګړې له ورانيو د ځان، هيواد او ملت د خلاصون لپاره ستړيا وګالي.

دغه اردو، پوليس، نظم عامه او ځانګړي ځواکونه چې نن يې د امريکايي جاسوس په خبره باور کړی او ګڼې کورنۍ يې د غم په ټغر کينولي دي، بايد په دې خبره سر خلاص کړي چې د چا تر څنګ د چا په کور او کلي هجوم وروړي او د چا په خوله د کوم ملت ماشومان يتيمانوي او ژړوي.

دوی بايد د خپل ولس دردونه او تکاليف درک کړي او له ځانونو د پرديو د لاس الې جوړې نه کړي، لکه دا اولس کاله چې د امريکايي تيشې لاستي و او خپل وطن او ملت يې په امريکايي چارچوب کې د درست راتلو لپاره توږه.

د افغان زلمو د وښتيا او بيداري په هيله

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

زلمی خانه ا سلام علیکم ستړی مشې ! فکر کوم ډیر کالونه را څخه ورک وې خو به هر حال صحت دې غواړم ستا لیکنې هروخت دقدر وړ وې !! وروره لوبه اسانه نده ، cia او نورو غربي صلیبي قواو داسې حرکتونه او اعمال مخته اچولي دي چې عادي اولس یې کلک تړلی او دنس په خوږو او لوګې یې لګیا کړي دي ! مخورو سپینګريو او قومې مشران ته cia دالر ورکوي ا بي ناموسه غني ، عبدالله او نور یې د اشغالګرو قراردادي غلامان دي ، په ځوانانو کې یې د فحشا او انتي اسلامي ، افغاني… نور لوستل »