«په لوږه د خپلواکۍ چیغې مه وهئ» «په لوږه مور مه خرڅوئ»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۶): «په لوږه د خپلواکۍ چيغې مه وهئ بيا خلک خاندي» د هغه حکومت پلوي، فيسبوکي پوسټ دی، چې له تېرو درېو کلونو راهيسې د حکومت هره دوده نادوه سمه ګڼي او تېره ورځ يې بګرام ته د ګډ حکومت د مشرانو د ورتګ په دفاع کې وليکل، چې وږي ملتونه د خپلواکۍ چيغې وهي بيا ورپسې خلک خاندي، خو په مقابل کې يې د حکومت نقاد او د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فيض محمد ځلاند وليکل: «په لوږه کې مور مه خرڅوئ په خپلو مټو زور واچوئ هم يې ځانته پيدا کړئ او هم نورو ته.»

تېره ورځ، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ريکس ټيلرسن په نا اعلان شوي سفر کابل ته د څو ساعتونو لپاره راغی د ګډ حکومت مشران يې د خپلو ليدو لپاره د بګرام پوځي اډې ته وروغوښتل او د دغې پوځي اډې په قهوه خانې کې يې ورسره يو ساعت د امریکا د نوې سټراتيژي په اړه خبرې وکړې.

حکومت په لومړیو کې هڅه وکړه، چې بګرام ته د چارواکو د ورتلو خبره پټه وساتي، خو امریکايي رسنيو دغه خبره رسوا کړه.

ارګ په بګرام کې د ټیلرسن او د ګډ حکومت د چارواکو د ناستې انځور داسې فوټو شاپ کړی و، چې کتونکي يې حيران کړل، خو د نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبريال مجیب مشعل د يو انځو او سل کیسو تر عنوان لاندې په خپل راپور کې له دې کيسې هم پرده پورته کړه.

ډېری فيسبوکي فعالانو بګرام ته د اشرف غني او عبدالله ورتګ د افغانانو د عزت النفس او ملي غرور سپکاوی بللی او د ګډ حکومت چارواکي يې د افغانستان د اصیل کلتور او ملي ژمنتیا دښمنان بللي دي.

د فیسبوک يوه فعال شفیع اعظم هم په خپلو طنزي پوسټونو کې پر حکومتي چارواکو نيوکې کړي او وايي: «احمد شاه بابا به په اسپه سپور په منډه ډهلي او اصفهان ته روان و دا اوسني دوه دې خوشال خان سکني لمسي شغغغ باګرام ته خوشې وي.

نوټ: د ټیلرسن سر په درد دی.»

د خوشحال خان له یادولو د شفیع اعظم موخه د ولسمشر غني له خولې د خوشحال خان هغه شعر و، چې ده يوې غونډې ته په ناسمه بڼه ووایه: «چا چې وهلی سر په سنګ ده ما سره، لا يې سر په درد ده»

د سولې یوه فعال خیرالله شینواري د اشرف غني او ټيلرسن ملاقات «شرموونکی» بللی دی.

د پاچا صیب په نوم يوه اروپا مېشتي افغان په ويډويي پيغام کې بګرام ته د اشرف غني ورتګ د افغانستان په تاريخ کې توره ورځ ياده کړې او اشرف غني يې له خپلې ډلې سره له شاه شجاع، کارمل او نورو لاسپوڅو بدتر بللی دی، چې د افغانانو په وينو هر ډول سوداته تیار دی.

پاچا صیب، وايي، چې «لعنت دې په هغه چا وي، چې اشرف غني ته بابا وایي او د هېواد مشر يې بولي»

د حفیظ همیم په نوم يوه بل فعال ليکلي، چې بګرام ته د اشرف غني ورته له هر ډول ډيپلوماټيکو اړيکو او اصولو خلاف او نه د زغملو دي.

په اسلام اباد کې د ګډ حکومت سفیر عمر زاخېلوال بګرام کې له دغې ناستې لږه شېبه وروسته په خپل فیسبوک د خوشال خان خټک دا شعر وليکه: « آزادي تر پادشاهیه لا تیری کا- چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي » ډېری فیسبوکیانو ویلي، چې له دغه شعر څخه د زاخېلوال موخه بګرام ته د اشرف غني د ورتګ په اړه خپل دريځ روښانه کول و.

د ګډ حکومت د فيسبوک ډېری فعالان، چې په هره چاره کې د حکومت ننګه کوي، خو تېره ورځ راهيسې يې ډېری مدافعین پټه خوله دي او د نجیب ننګیال په ګډون کم شمېر حکومت پلوي فيسبوکیان هڅه کوي، چې بګرام ته د اشرف غني ورتګ ته لاره ولټوي او دفاع يې وکړي.

ننګیال بګرام ته د اشرف غني ورتګ مجوري بللې او وايي: « په لوږه د خپلواکۍ چيغې مه وهئ بيا خلک خاندي»

همدارنګه بل پېښور مېشتي خبریال فضل قادر انډيوال بيا ويلي، چې بګرام او کابل دواړه د افغانستان خاوره ده، چې هر ځای ورسره وګوري، د ده په باور کومه ستونزه نه لري.

فرزانه الهام ليکي: “بس مسلمانانو مجبوري ده، له ناکامې ورځې به یې مني او کوي، که نه د چا دب او درشن نه خوښېږي”.

د ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون

د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ په لومړيو کې هڅه وکړه، چې دغه خبر پټ وساتي او د همدې موخې لپاره يې د ټيلرسن او اشرف غني عکس هم فوټو شاپ خپور کړ، خو وروسته خبره رسوا شوه.

د ارګ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي وويل، چې ولسمشر او اجراييه رييس د ملي ګټو د ساتلو لپاره بګرام ته ولاړل، خو دا يې روښانه نه کړه، چې ملي ګټې يعنې څه؟

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط څوک چي اشرف غني او شاه شجاع سره پرنله ( مفايسه ) کوي ، لويه تيروتنه کوي . درست ده چي شاه شجاع د فرنګيانو ګو‌‌‌‌‌‌ډاګۍ وو . ولي دهغه په رګو کي لږ تر لږه د اسلامي او افغاني غيرت او ميړاني ويني ګردش کاوه . تاريخ ليکي چي کله د فرنګيانو او شاه شجاع فوځونه د بولان درې ته راورسيدل ، شاه شجاع فرنګيانو ته وويل چي : دافغانانو غيرت دا نه مني چي ستاسو او زما فوځونه په ګده افغانستان ته ننوځي ، ځکه نو اوس ستاسو او زما لياره بيله او… نور لوستل »