نهه شيان د ماشومانو شخصيت وژني

ژباړه: محمد نبي (الدين)

۱- ښکنځل: (خر.. سپی… حيوان…).

۲- اهانت: (بد بخت.. دروغجن.. بد مخی.. پنډوس.. کوږ.. حرامي….).

۳- د نورو سره پرتله: (ماشوم ته داسي احساس ورکول، چي ته تر فلاني او فلاني ولي کم يې، چي دا خبري يې پر خپل ځان باور وژني).

۴- د ناکامه کولو الفاظ: ( ته نه پوهېږې!.. چپ سه شيطانه!.. بې خيره!.. مه غرېږه!….).

۵- غلت تهديد: (سپي ته دي اچوم.. سر دي در ماتوم.. وينه دي څيښم.. حلالوم دي… وژنم دي….).

۶- بې قناعته منع کول: (همېشه د يا، يا، يا، کلمه ورته کارول او همېشه يې غوښتني ردول، بې له دې چي په سبب يې پوه کړل سي).

۷- بد دعايي: (خدای دي واخله.. ميراث سې.. سراطان سې….).

۸- شرمول: (د هغه د پټو اسرارو او خصوصياتو لوڅولو).

۹- مشروطه مينه: (هغه داسي، چي خپله مينه تر يو محدود کار پوري مشروطه کړو، لکه: ته پر ما نه يې ګران! ځکه تا فلانی کار نه دی کړی.. که دي فلانی شی وخوړی؛ باره راباندي ګران يې.. که کاميابه سوې؛ باره راباندي ګران يې….).

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د