د ډاکټر سينا وردګ پر مړیني د ولسمشر د خواشینۍ پیغام – خبرپاڼه (طنز)

د ډاکټر سينا وردګ د خواشينونکې مړينې له امله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د رئيس د خواشينۍ پيغام:

بسم الله الرحمن الرحيم

په ډېره خواشينئ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان یو وړ مسلکې کدر او یوه زړوره مېرمن ډاکټر سینا وردګ د ور پيښې ناروغۍ له امله په حق ورسېده. الا ګل دانه دانه دانه…وئ وبښئ انا لله و انا اليه راجعون…!

مرګ حق دی او څوک چې شک پکې کوي، د خوشال بابا د یوه شعرله مخې چې فرمايي:

په مرګ د بنیادم کې چې څوک شک کوي خوشاله

تر هغه کس لوی د خره زوی په دنیا نشته

منې که بيخي د سړي زوی لا وي. بل حقيقت دا دی چې مرګ په ژوند کې يو وارې وي، دوه واره بيخي سړی نه مري. همدغه خبره مې نن جلالت مآب ټیلرسون ته هم په بګرام کې وکړه.

آغلې ارواښاده سینا وردګ د یوې روښنفکره کورنۍ غړې وه چې په حقوقو کې یې خپلې زده کړې آن د دکتورا تر کچې کړي وې. د خوند خبره دا وه چې د نیویارک له پوهنتون څخه یې دکتورا کړي وه او همدلته پسې استازه هم شوه.

ما ته څه موده مخکې د ملي امنیت رئيس د نویو مسلکي ټاکنو په موخه د ورزيده کدرونو یو لیست راوړ چې د آغلې سینا وردګ نوم هم پکې وو.

د هغې سترو علمي لاسته راوړنو او په اکاډمیکه او مدني کچه د هغې فعالیتونو ته په کتلو سره ما ورته د مېرمنو د چارو د وزارت وړانديز وکړ.

زما پلان دا وو چې ارواښاده سینا وردګه به د افغانستان د مېرمنو د بد حالت د بدلون په خاطر کوټلې کار تر سره کړي، ځکه مې د ډاکټر زلمي زابلي په خوله ورته د ميرمنو چارو د وزارت وړانديز وکړ.خو څنګه چې آغلې سینا ناروغه او تر درملنې لاندې وه ځکه یې نو د وزارت څوکۍ ونه منله. اوس هم که مړه شوي نه وای، په قرآن که مې بل شی کړي وای بې د مېرمنو له وزيرې…!

په هر حال، زه د آغلې سینا د مجازي مړینې له کبله د هغې مجازي ميړه/کانديد مېړه، مینه والو او خواخوږو ته د زړه له کومې تسلیت وایم او د رب له درباره ورته غواړم چې تل تر تله د مستعارو سیناګانو په غم همداسې نیولي یاست. رب مو بېړه غرقه کړه په دې بې مغزو کوپړیو لکه زما….!

والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته

لیکوال: عنایت الله کاکړ