افغانستان

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون:ناامنه مرکزونه د پخوا په پرتله ډېر دي

نن ټکی آسیا: د افغانستان د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند ویلي، چې دوی ته د ورکړل شویو راپورونو سره سم د امنیتي چارواکو هغه ادعاوې بې ځایه دي، چې د ناامنو مرکزونو شمېر يې کم ښودلی ، بلکي د ناامنه مرکزونو شمېر د پخوا په ترتله خورا زیات دی.

مخکې د کورنیو چارو وزارت له ۶۷۷۵ مرکزونو څخه ۳۹۶ یې ناامنه بللې ول، خو د انتخاباتو د کمیسیون چارواکي وايي چې پردغه شمېر سربیره ګڼ نور مرکزونه هم شته چې له جدي امنیتي ستونزو سره مخامخ دي.
د دغه کمیسیون ویاند نورمحمد نور ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوی څه موده وړاندې خپل یو شمېر کتوونکي د رايي ورکولو مرکزونو د وضعیت څیړلو لپاره سیمو ته لیږلي ول او زیاتوي چې داسې راپورونه یي ترلاسه کړي چې ښیې د ناامنو مرکزونو شمېر تر پخوا ډیر دی.
بل خوا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په ناامنو مرکزونو کې د انتخاباتو په ورځ د پراخو درغلیو په اړه اندیښمن دي او وایي، ترخپله وسه هڅه کوي چې د دغو درغلیو مخه ونیسي.
د کمیسیون چارواکي وایي، د همدې هدف لپاره یې له امنیتي نهادونو سره ګډې ارزوني پیل کړي، چې څنګه کولای شي د دغو درغلیو مخنیوی وکړي.
 د ښاغلي نور په خبره دا احتمال هم شته چې د انتخاباتو په ورځ یو شمېر مرکزونه تړلي پاته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x