fbpx

غزل – عبدالباري جهاني

خوب مي دی لیدلی په تیارو پسي رڼا به وي
وایه ملاجانه څه تعبیر دی څه مانا به وي

زه به مرغلري خوب لیدلي هارته اچوم
شپه به سبا کېږي آذانونه د ملا به وي

زه به مي د سیوري غوندي غېږي ته درلوېږمه
مینه د مجنون به وي نکلونه د لیلا به وي

ته به راته ګورې ما به خپل کفن څیرلی وي
وریځ غوندي به ما په غېږ کي ګرځوې نڅا به وي

سترګي د غلیم به مو ړندې وي موږ به نه ویني
ستا د محفل شمعي ته یوه مینه تنها به وي

پرېږده د خوبونو په تعبیر پسي به نه وزو
زه او ته به دواړه یو ګلونه د بیدیا به وي

خیال به مي په کړوپه ملا هوس د ګل غونډۍ کوي
ګل د ارغوان به وي جامونه او مینا به وي

ډزي به خاموشي او توپونه زنګ وهلي وي
شپې د صندلۍ به وي نکلونه د بابا به وي

ستا به جهاني د قبر شناختي نړېدلي وي
ښکلي د کابل به وي زلمي به وي صحرا به وي

ویرجینیا ۲۰۱۷ سپټمبر ۳۰

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د