
طالبان: فارياب قيصار ولسوالۍ له اربکيانو پاکه او دوه قومندانان تسليم شول
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې، د فارياب قيصار ولسوالۍ کې د دوى د ملګرو په چاڼيزو عملياتو کې د دې ولسوالۍ يو شمېر سيمې له اربکيانو پاکې شوې.
احمدي زياتوي چې پدغو سيمو کې [بورغن پایین ، بورغن بالا ، غوره چې په ګڼ شمیر کلیو مشتملي دي
له اربکيانو پاکې شوي دي.
احمدي زياتوي چې، د دغو عملياتو په ترڅ کې دوه مهم قومندانان جان محمد ولد خان محمد، او حليم ولد امير محمد طالبانو ته تسليم شوي او پاتې نور يې له سيمې تښتيدلي دي.
د کورنيو چارو وزارت تر اوسه پدې اړه څه ندي ويلي.