نړۍ

د حرم پخواني امام: سعودي ته سینما راتلونکې ده، هرکلی يې کوو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۶): د سعودي مشهور قاري او د حرم شریف پخواني امام عادل الکلباني ويلي، چې په سعودي د سينما راتلو وخت نږدې شوی او په دې اړه به د خلکو انتظار لږ وخت ونیسي.

کلباني د سعودي په شمال جوف سيمې کې يوې کلتوري ناستې ته وويل، «د سعودي ځوانانو لپاره تر چای خانو سينما ډېره غوره ده؛ ځکه چې سینما به د حکومت تر نظارت لاندې وي.»

د سعودي عکاظ ورځپاڼې د کلباني له خولې ليکلي: «موږ وغواړو که نه، سینما خامخا سعودي ته راتلونکې ده، ممکن، چې په ځينو نامناسبو ځایونو کې د ښځو ښکارېدل په کې نه وي او شونې ده، چې ښځې به په کې په حجاب کې وي.»

کلباني له پخوا په دې نظر و، چې موسیقي ناروا نه ده او اوس يې يو ځل بيا ټينګار کړی، چې موسیقي حرامه نه ده او په دې اړه يې د علماوو د اختلاف او وسعت خبره کړې ده.

ګڼ سعودي علماء تر ډېره په دې باور دي، چې انځورونه اخيستل هم ناروا دي، خو کلباني ویلي، چې احاديثو کې، د کوم تصویر څخه منعه راغلې، هغه بتان دي او اوسني انځورونه په هغو کې نه راځي.

کلباني وايي: «ټيکنالوژي يوه عامه وسیله ده، اړیکه يې تر کارولو پورې ده. که د حلالو لپاره وکارول شي حلاله ده او که د حرامو لپاره وکارول شي حرامه ده.»

سعودي په دې وروستيو کې د خپلو اسلافو پر خلاف د غرب او په ځانګړې توګه د امریکا د راضي کولو په موخه په هېواد کې ناببره داسې بدلونونو ته ملاتړلې، چې عام مسلمان يې اټکل نه شي کولای او ډېر داسې کارونه يې حلال اعلان کړي، چې تر څو مياشتو مخکې د سعودي علماوو حرام بلل.

په دغو کارونو کې د ښځو موټر چلول، د ښځينه سندر غاړو عام محفلونه او په لنډ وخت کې د سینما راتلل د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان ابتکارونه بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x