افغانستان

اشرف غني مرکزي اسیا ته د پاکستاني مالونو د بندولو ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۶):د ګډ حکومت مشر اشرف غني له هندي چارواکو سره په ناستې کې پاکستان ته ګواښ کړی، که له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ مخه نيسي، دوی به هم اړ شي، چې مرکزي اسيا ته د پاکستاني مالونو د ورتلو مخنیوی وکړي.

اشرف غني د هند پلازمېنې نوي ډيلي کې د هند صدر اعظم نریندرا مودي سره له ليدو وروسته خبري غونډې ته دغه خبرې وکړې.

هند ته له تلو دوه ورځې وړاندې د ګډ حکومت مشر اشرف غني داسې يو فرمان صادر کړ، چې پاکستاني بار وړونکې لارۍ نور نه شي کولای، چې افغانستان ته مالونه راوړي او په وينا يې يوازې د افغانستان تر ګمرکونو پورې د راتلو اجازه لري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت او د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې ولسمشر غني له هندي چارواکو سره په ناسته کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو سربېره د امریکا د نوې جګړه ییزې سټراټيژي په اړه هم خبرې کړي دي.

اشرف غني د چابهار له لارې له هند څخه افغانستان ته د غنمو د راتلو هرکلی کړی او هيله يې څرګنده کړې، چې هند به د چابهار له لارې افغانستان سره وتړل شي او د دغه بندر يې له پاکستان سره د سوداګريزو اړيکو ښه بدیل بللی دی.

ولسمشر غني د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د امریکا د نوې سټراټيژۍ په اړه هم خبرې کړي او دواړو لوريو دغه سټراتيژي مؤثره او صریحه بللې ده.

نريندرا مودي په تېرو وختونو کې هم د ډونلډ ټرمپ نوې سټراټيژي د ترهګرو ځپلو لپاره ګټوره بللې وه، خو روسیې او د هند بل سيال هېواد پاکستان د ټرمپ ڼوې سټراټيژي ناسمه او د سيمې په زیان بللې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ويلي، چې د ټرمپ نوې سټراټيژي خونړی پيغام لري او له هند څخه يې غوښتي، چې په دې سټراټيژي کې له امریکا سره مرسته ونه کړي.

ټرمپ په افغانستان کې د هند رول ستایلی، خو پاکستان يې د ترهګرو په ملاتړ تورن کړی و.

پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او د پاکستان صدر اعظم شاهد خاقان عباسي تېره مياشت په نیويارک کې يوې غونډې ته وويل، چې له امریکا سره هر ډول مرستو ته چمتو دي، خو په افغانستان کې يې د هند له پوځي او سياسي فعاليت سره ټينګ مخالفت اعلان کړ.

د يوې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان صدر اعظم وويل، «که هند په افغانستان کې پوځي او سياسي رول لري، زموږ همکاري به صفر وي.»

ګډ حکومت په داسې حال کې پاکستان ته ګواښونه کړي، چې تېره مياشت يې د امریکا په منځګړتوب له پاکستان سره د طالبانو ځپلو لپاره د ګډې کړنلارې په جوړولو سلا وکړ او د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې يې د يو شمېر طالبانو د وژلو خبر هم ورکړی دی.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر ويلي، چې د ډيورنډ کرښې افغانستان او بهرني ځواکونه د طالبانو پر ضد عملیات کوي او د پاکستان لوري ته يې پاکستاني پوځيان مرسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x