fbpx

د طالبانو له بنده خلاصه شوې کاناډايي مېرمن حجاب نه دی لرې کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۶):   له طالبانو سره له پنځه کاله بند تېرولو وورسته ازادې شوې کاناډايي کورنۍ خپل هېواد ته له رسېدو وروسته نن يو ځل بيا رسنيو ته ويلي، چې د دوی د ازادولو په اړه د امریکايي او پاکستاني چارواکو څرګندونې بې بنسټه دي.

د کاناډا ټورنټو سټار ورځپاڼې د مېرمن کېتلن کولمن له خولې ليکلي، چې د حجاب اغوستل يې نه دي پرېښي او کله، چې خبريال ترې پوښتنه وکړه، چې «اسلام خو به دې نه وي قبول کړی؟» مېرمن کولمن وويل، چې « حجاب نه پرېږدم او د اسلام په اړه تبصره نه کوم.»

تر اوسه هم د دغې کاناډايي کورنۍ  د ازادېدو خبر په ادعاوو ولاړ دی، پاکستاني چارواکي وايي، چې دغه کورنۍ د پاکستاني پوځيانو د عملياتو په پایله کې راخلاصه شوې، خو کابل نيوز ټلويزون په خپل راپور کې ويلي، چې دغه کاناډايي کورنۍ له طالبانو سره د پټ جوړجاړي له مخې له غزني ولايته خلاصه شوې ده.

د غزني امنيه قومندان جنرال امین الله امرخېل کابل نیوز ته ویلي: داسې معلومات يې تر لاسه کړي، چې دغه کاناډايي کورنۍ د پنځلسو طالبانو او بې شمېره پيسو په مقابل کې خوشې شوي او په دې اړه يې د پاکستاني چارواکو ادعا بې بنسټه بللې وه.

ګډ حکومت تر اوسه هم د دغې کورنۍ د خلاصون په اړه څه نه دي ويلي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مولوي دیوبندي
میلمه
مولوي دیوبندي

الحمدالله مادموضوع په اوریدلوهلته یقین سوچی تبادله سوی ده امریکانه غواړی چی ځان بیارسواکړي لکه دګنتاناموتبادله چی وسوه

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

هسی اپلاتی وایی
خپله اقرار کړۍ