
د ترکيې حکومت په يوټيوب هم بنديز ولګاو
د ترکيې حکومت د مخابراتو وزارت د ټويټر ټولنيزې شبکې له بنديزه وروسته پرون په دغه هيواد کې په يوټيوب هم بنديز لګولى دى.
تېره اوونۍ د ترکې حکومت د محکمې له فيصلې وروسته ويلي و چې ټويټر کې د غير قانوني ويډيو ګانو او لنکونه د نه لرې کولو له امله په دغه هيواد کې په ټويټر پنديز ولګيد.
پرون د پنجشنبې به ورځ د ترکيې د استخباراتو مشر او د بهرنيو چارو د وزير تر منځ په خبرو کې پدې سلا شول چې، د هيواد د امنيت لپاره دې په يوټيوب هم بند شي.