د نن ټکي اسيا پر فیسبوک پاڼه زموږ پوښتنه او ستاسو ځواب

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۶):

پوښتنه:
که چیري د دې وړتیا مو درلودلائ، چي د سپوږمۍ پر مخ یو داسي څه ولیکئ، چي د ځمکي ټول خلک یې ولولي، نو هغه به مو څه لیکل..!؟

پورتنۍ پوښتنه د نن ټکي اسيا پر فیسبوک پاڼه کابو ۱۲ ساعته وړاندي شوې ، ياده پوښتنه چې ۶۱۰۰۰ کسانو ته رسېدلې او تر دې دمه څه کم ۸۰۰ تبصرې پرې شوي دي ، هر چا د خپل زړه خبر په ځواب کې ليکلی.

ستاسو به تلوسه وي چې تر ټولو ډېر ورکړل شوی ځواب به کوم وي؟

په لومړی درجه کې تر ټولو ډېر ليکل شوي د اسلام د لومړۍ طيبې کليمې (لااله الاالله محمد رسول الله ) توري وو او هر چا د خپل زړه خبره همدا ليکلي وه چې که وس يې درلودلای نو د سپوږمۍ پر مخ به يې ليکلې وای.

په دوهم قدم کې تر ټولو ډېر ليکل شوی توری د (سولې/صلح) وو ، ډېرو افغانانو يې غوښتنه کړې وه او د افغانستان د پرمختګ او اوسنيو مشکلاتو د حل زريعه يې بللې.

له پورته دوو ډیرو لیکل شويو توري سواء نور بېلا بيل نظرونه هم خلګو لیکلي وو چې ځيني طنزيه او خندونکي هم په کې شامل وو.

موږ دلته فقط لس شمېرې ترې انتخاب کړي او ستاسو په وړاندي يې ږدو چې په لاندي ډول دي:

۱ : قاري يحياتکل
د يوه الله جل جلاله عبادت وکړئ له ځمکني خدايانو بېزاري اعلان کړئ!

۲ :دين محمد زاهد
چاچي وهلي سر په سنګ ده ماسره
‏لا یې سر په درد ده

۳ : محمد سليمان ځاځی
ګړز ورکړئ بوشکې ته.

۴ :سخي مسلم لیکلي :
نن ټکی اسيا ای ايس ای ته کار کوي.

۵ : نياز محمد صديقي ليکلي:
مابه دادعا پري ليکله
ای داسمانواوځمکي منان ربه په دنیا باندي بیا داسلام هغه دب دبه راوله لکه چې دحضرت عمر رض په وخت کې چې وله.

۶ : عبدالباقي مجروح ليکلي:
مابه لیکل چه داڅه حال دی؟

۷: حضرت الله ژمن ليکلي:
شکر چې وړتيا يې نلرو ګنې دېرش کاله به مو په دا جنګ وو چا به څه ويل چا به څه. د خدای جل جلاله ډېر ښه نظام دی.

۸ : فیض سليم لیکلي:
ای مهتاب ! رب تو و رب من يکی است.

۹ : مخلص نیازی:
ما پری لیکل چی په افغانستان داسی یو کس هم حکومت کړی چی خپل ملت یی قتل عام کاوه او د قاتلو اشغالګرو په ټټرونو یی مډالونه ورټومبل
او خیاطان یی درلودل چی په هر وحشت به یی ورته ویل زرکلن شی.

۱۰ : نعمت مظهري:
څومره ښه ټکي ته مو اشاره کړې ده،
دا مي ليکل که ممکنه ؤي غوږ شه!
سوله د هر کشر، جنګ د هر مشر آرمان دی
د جنګ سوداګرانو ته په سوله کې تاوان دی
زما يتيم يتيم ولس دسر سړی نه لري دلته
تل مې هر واکمن څارم! دبل په لار روان دی،!

پر فیسوک د نشر شوي پوښتني لینک او نوري تبصرې لاندي کتلای شئ!

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شمس الرحمن عزیز
میلمه
شمس الرحمن عزیز

ما به ورباندی لیکئ وای چی په دنیا کی اسلامی قانون نافض ول غواړو : ځکه چی کله اسلامی قانون راشی هم به د پاکی کلیمی لوړوالی راشی او هم به مو په شریعت سره ژوند تیر شی