fbpx

اصف: امریکا دې په خپل ګريوان کې وګوري، چې افغانستان کې يې څه توره کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۶):د پاکستان د بهرنیو چار وزیر خواجه اصف ویلي، چې د افغانستان قضيې په اړه د امریکا او پاکستان په نظرونو کې اختلاف شته او زیاتوي، چې «امریکا دې پر پاکستان د تورونو لګولو پر ځای په خپل ګرېوان کې وګوري، چې تېرو شپاړسو کلونو کې يې څه توره کړې.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ريکس ټيلرسن لومړنی لوړپوړی امریکایي چارواکی دی، چې د ډونلډ ټرمپ له نوې جګړه ییزې سټراټيژي وروسته پاکستان ته تللی.

ريکس ټيلرسن پاکستاني چارواکو ته ويلي، چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او د خبرو مېز ته يې کينوي، خو پاکستاني چارواکو د طالبانو د ملاتړ په اړه د امریکا تورنه بې بنسټه بللي دي.

ټيلرسن ويلي، چې پاکستان په سيمه کې د امریکا سټراټيژيک همکار دی، خو په ورته وخت کې يې ټينګار کړی، چې دغه هېواد بايد د وسله‌والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

خواجه اصف دا هم وويل، چې «د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو مرکزونه نه شته.»

د پاکستان د بهرني، چارو وزیر وايي، چې طالبان د پاکستان ملاتړ نه کوي او نه د پاکستان ملاتړ ته اړ دي، ځکه، چې د افغانستان څلوېښت سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده.

سيګار او نورو نړيوالو ټولنو هم ويلي، چې طالبان له څلوېښت سلنه پر زیاته خاوره واکمن دي او ډېری مشران يې هم په افغانستان کې د جګړو د کرښو مشري په خپله کوي.

خواجه اصف وايي، چې پاکستان اوس هم د امریکا د پخوانۍ ملګرتیا زیانونه ګالي او په ګواښونو د افغانستان ستونزه نه اواريږي، بلکې نوره به هم پېچلې شي.

اصف زیاته کړې: «امریکا دې لږ په خپل ګرېوان کې هم وګوري، چې په تېرو شپاړسو کلونو کې یې په افغانستان کې څه توره کړې ده.»

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د امریکا مالي او اقتصادي مرستو ته اړتیا نه لري، بلکې احترام او مساوي اړيکې ورته مهمې دي او بايد امریکا له پاکستان سره د متقابل درناوي له مخې تعامل وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د