افغانستان

د طالبانو ولسوال د وژلو په اړه د لوګر د چارواکو ادعا بې بنسټه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۶):نن د لوګر ولايت چارواکو ويلي، چې د دغه ولايت په څرخ او محمد اغې ولسواليو کې يې د طالبانو پر ضد د عملياتو پر مهال د چهار اسیاب لپاره د طالبانو د ولسوال په ګډون اته تنه وژلي دي.

د لوګر ولایت وياند دین محمد صالح وايي، چې وژل شوی ولسوال نور رحمن حسیني نوميده، خو نن ټکی اسيا ته د نور الرحمن حسیني يوه نژدې ملګري وويل، چې د لوګر ولايت د چارواکو ادعا ناسمه ده او نوموړی اوس هم له خپلو ملګرو سره په خوندي ځای کې دی.

حکومتي چارواکي وخت پر وخت د ځينو طالب مشرانو د وژلو ادعا کوي، خو ډېری وخت يې دغه ادعاوې ناسمې خيژي او د طالبانو په نوم يې ولسي خلک په نښه کړي وي.

د لوګر ولايت د رسنيز دفتر په فيسبوک پاڼې يو شمېر فعالانو د دغه خبر په غبرګون کې په خپلو تبصرو کې ليکلي، چې د لوګر والي غواړي د جعلي خبرونو پر مټ خپل ولايت قوي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x