افغانستان

طالبان: ارګ په فوټوشاپ خپله اصلې څېره رسوا کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۶): فوټوشاپ چې د انځورونو د ښکلې کولو او عیبونو د پټولو لپاره کاریږي، طالبان یې په اړه وايي چې «د ولسمشریزي ماڼۍ -ارګ- اصلې او له شرمه ډکه څېره یې د ټولې نړۍ په وړاندي بربنډه کړه».

الاماره وېب پاڼې په خپله ورځنۍ تبصره کې لیکلي :«د باګرام په پټو غارونو کې دا تر سره شوې غونډه هغه مهال ښه رسوا شوه چې امریکایي اخبار نیویارک ټایمز یې هغو دوو تصویرونو ته د خلکو پام ورواړاوه چې د امریکایانو لخوا په اصلي او د ارګ له دفتره په فوټوشاپي بڼه خپاره شوي وو.

په دې کار سره که څه هم عین او غین او د هغه ډله هیڅ ډول عار نه محسوسوي، خو بدنامه او له شرمه ډکه څیره یې ټولې دنیا وکتله».

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ناڅاپي سفر بګرام ته راغلی وو او د ګډحکومت دواړه مشران اشرف غني او عبدالله یې هلته ور وغوښتل او د خپلو پوځیانو په یوه عامه بنده کوټه کې یې ورسره ملاقات وکړ چې د ډیریو افغانانو په نظر دا د افغانستان د ولسمشر او اجرائیه ریاست په شمول د هغوی سره د مل پلاوي تحقیر بلل شوی دی.

د ټولنیزو پاڼو د فعالانو په وینا د ولسمشریزې ماڼۍ مطبوعاتي دفتر د همدې شرم د پټولو په خاطر د امریکايي پوځ د بندې کمرې ځیني علامې د فوټوشاپ پروګرام په واسطه تبدیل کړې تر څو دا څرګنده نه شي چې دواړه مشران او ورسره پلاوی یې بګرام ته ور غوښتل شوي دي.

د نیویارک ټایمز د راپور سره سم د افغانستان حکومت په دې کار سره نړیوالې ټولنې ته دا پوښتنه پیدا شوه چې دوی به مخکې څومره حقایق همداسي تحریف کړي وي.

د ورځپاڼې په وینا د افغانستان حکومت تل د هغو ولسوالیو مرکزونه بل ځای ته انتقالوي کله چې ولسوالۍ د طالبانو له لوري ونیول شي، حکومت په دغه کار سره ادعا کوي چې ولسوالۍ سقوط نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x