خبرونه

فراه کې نهه عسکر وژل شوي، څلور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۶):طالبانو تېره شپه د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوسته څلور ساعته جګړه کړې، چې له امله یې نهه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د فراه د ولایت ویاند محمد ناصر مهري وايي، تېره شپه طالبانو په پشت رود ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه پوسته جګړه کړې، چې له امله یې نهه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د مهري په خبره، وروسته افغان هوايي ځواک په سیمه بمبار وکړ او نښته پای ته ورسېده.

مهري طالبانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره شپه یې د پشت رود ولسوالۍ په بلندي سیمه کې د پولیسو یوه پوسته نیولې ده او څوارلس پولیس یې پکې وژلي دي.

د مجاهد په خبره، د پولیسو له دې پوستې یې ګڼې سپکې او درنې وسلې هم ترلاسه کړي دي.

طالبانو تېره اوونۍ د فراه شېبکوه ولسوالۍ هم له دولتي عسکرو نیولې وه.

اوسمهال په فراه کې طالبان پنځه ولسوالۍ تر بشپړې ولکې لاندې لري، چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې له دولتي عسکرو نیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x