افغانستان ته اسلام څنګه راغی؟ (دریمه برخه)

دکتور کفایت الله وردګ

یادګېرنه : په عراق کې مسلمانان او فارسیان په یوه لوی جنګ معرکة القادسیه کې سره مخامخ شول فارسیانو ماتې وخوړه او د هغوی مشر بادشاه په تېښته شو بیا له یوه ښار نه بل ښار ته تلو او مجاهدین ورپسې وو تردې چې د خراسان (اوسني افغانستان) خاورې ته را ورسېدل او مجاهدین هم ورپسې راغلل او پدې توګه یې د خپلو قربانیو په قیمت مونږ ته داسلام رڼا راوړه الله تعالی د دوی ته زمونږ له اړخه اجر ورکړي پدې لیکنه کې دا کیسه له معتمدو تاریخي کتابونو را اخلم او له ګرانو لوستونکو سره یې شریکوم په تېره برخه کې مونږ ولوستل چې معرکة القادسیة د مسلمانانو له کامیابي سره پای ته ورسېده د هغې په تعقیب …

فارسیان و تښتېدل او میدان یې مسلمانانو زمریانو ته پرېښود اوس به چې له هرې خوا خبر راتلو چې په هغه ځای کې د فارسیانو څه لښکریان موجودی دي مسلمانانو به ورپسې یوه ډله مجاهدین ور ولېږل په همدې سلسله کې حضرت سعد رضی الله عنه حضرت زهره بن الحویة التمیمي رضی الله عنه د یوې ډلې مجاهدینو په مشري ولېږلو چې هلته بهر سیر نومي ښار چې تر اوسه پکې فارسیان اوسیږي محاصره کړي دا مجاهدین چې هلته ورغلل د هغه ځای مشر شیرزاد په ساباط نومي ځای کې ورسره مخامخ شو د مسلمانانو په وړاندې تسلیم شو او جزیه یې قبوله کړه نو دا ځای هم فتح شو حضرت سعد رضی الله عنه راغلو همدلته په مُظلم ساباط نومي ځای کې یې مرکز جوړ کړو دلته یو ځل بیا له معمولی مقاومت سره مسلمانان مخ شول لکن ډېر په اسانه سره یې ماتې ورکړه او فارسیان و تښتېدل مسلمانان د ۱۵ هجري کال د ذی الحجې په میاشت کې نهر شیر نومي ښار ته ور ورسېدل او په نهر شیر کې تر ډېره حده پورې فارسیان موجود وو مسلمانانو هلته خپله پایه قوي کړه ، چریکي ډلې به یې هر لور ته لېږلې او د فارسیانو د جنګیالیو لټون به یې کاوه پدې وخت کې یې ډېر زیات عوام خلک هم را جلب کړل چې تقریباً یو لکو ته یې تعداد رسېدو چې اکثر یې غریب کار او بزګران وو د دوې په اړه یې حضرت عمر رضی الله عنه ته لیک ولېږلو چې لدې خلکو سره څه وکوو؟

حضرت عمر رضی الله عنه ورته ولیکل هغه غریب خلک چې تاسی په خپلو ځایونو کې ورسره مخامخ کېږئ او ستاسې په مقابل کې ستاسې له دښمن سره مرسته نه کوي هغوی پرېږدئ چې خپل ژوند وکوي هغوی ته امان دی او هغه کسان چې لتاسې سره په مقابل کې له هغوی سره مرسته کوي او یا لتاسې څخه تښتي تاسې هغه را ګیر کوئ نو بیا په هغوی کې ستاسې خوښه ده چې څه ورسره کوئ .

د نهر شیر په آخر کې د دجلې سیند دی پدې وخت کې فارسیانو مسلمانانو ته احوال را ولېږلو چې راځئ صلح به وکوو او تړون به داسې وکوو چې تر دجلې سیند پورې به علاقه مونږ ټوله تاسې ته پرېږدو او د دجلې سیند به د مسلمانانو او فارسیانو په مینځ کې سرحد شي او تاسې به نور په مونږ پسې نه راځئ مسلمانانو دا وړاندیز رد کړ او دا صلح یې ورسره ونه منله د دجلې تر سیند هغه خوا ته د المدائن په نوم ښار دی فارسیانو د شپې خپل ټول سامان په کښتیو کې بار کړل او تر سیند یې هغه خواته واړول او نهر شیر یې مکمل مسلمانانو ته ور پرېښود .

دا اوس د ۱۶ هجري کال د صفر میاشت وه چې نهر شیر په مکمله توګه د مسلمانانو په لاس فتح شو .

المدائن د فارسیانو دار الحکومت او مرکز وو ډېر پخوانی ښار دی ، او تاریخي حیثیت لري مسلمانانو ته خبر را ورسېدو چې د فارسیانو مشر یزدجرد په المدائن کې هم د ټینګې نه دی او غواړي چې له هغه ځایه هم و تښتي او مورال یې له لاسه ورکړی دی مسلمانان چې جهادی جذبات یې اوج ته رسېدلی وو د دجلې په سیند را ټینګ نه شول او غوښتل یې چې تر سیند هاغه خوا مدائن ته په فارسیانو پسې ور واوړي لکن ډېره سخته ځکه وه چې مسلمانان د اوبو له جنګ سره نا آشنا وو او اسباب یې نه درلودل لکه کښتۍ او داسې نور لکن بیا هم ددې ټولو د نشتون سره سره کلک ایمان او جهادی جذبه ورسره وه حضرت عاصم بن عمرو التميمي رضی الله عنه د ۶۰۰ کسانو مجاهدینو سره تر سیند پورې وتلو او د سیند په هغه خوا یې ددې لپاره مرکز جوړ کړو چې نورو مجاهدینو ته د امن فضاء برابره کړي چې هغوی ورشي او د پورې وتلو په وخت کې فارسیان په دوی حمله ونه وکوي او د کښتیو د نشت والي له امله دا ۶۰۰ کسان ټول په آسونو پورې وتل فارسیانو کوښښ وکولو چې ددې مجاهدینو د ور پورې وتلو مخه ونیسی لکن په بایللی مورال یې څه ونشوای کولی دا ډېر کامیاب کار وو لدې وروسته نور مجاهدین په امن سره له سیند پورې وتل خو چې په مدائن یې د حملې کولو پروګرام جوړ کړو مدائن مکمل خالي شوی وو یزدجرد او ورسره کسان ټول تښتېدلی وو صرف په القصر الابیض چې د دوی تر ټولو مهم ځای وو په هغه ځای کې څه کسان ننوتلي وو هغوی غوښتل چې له د ننه څخ مقاومت وکوي او هغه قلا پداسې ډول جوړه وه چې ختل ورباندې اسان نه وو نو مسلمانانو قلا محاصره کړه او هغوی تر دریو ورځو پورې په قلا کې د ننه محاصره پاتې شول په دریمه ورځ تسلیم شول حضرت سعد رضی الله عنه د کسری قصر ته ننوت … سبحان الله

پدې ځای کې مسلمانانو ته ډېر زیات غنیمتونه په لاس ورغلل یزدجرد د کسرا (خپل نیکه ) ډېرې خزانې پرېښې وې حضرت سعد رضی الله عنه دلته د مجاهدینو مرکز جوړ کړو او د کسری قصر او دهغه د مجلس ځای چې ډېر قیمتي او مزین جوړ وو جومات کړو او په فارسیانو پسې یې د مجاهدینو چریکي ډلې لېږلې او اکثر به له کامیابي او ډېرو غنیمتونو سره بېرته را ګرځېدلې خو یزدجرد په خپله په تېښته بریالی شو ددې غنیمتونو پنځمه برخه حضرت سعد رضی الله عنه مدینې منورې ته ولېږله چې په مسلمانانو د تقسیم شي او حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه یې مامور کړو چې پاتې غنیمت په مجاهدینو تقسیم کړه .

عجیبه : یو وخت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په هجرت روان وو نو یو کس پسې ور ورسېدو چې سراقة بن مالك المدلجي نومیدو او پدې وخت کې مشرک وو غوښتل یې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم را ونیسي او د قریشو له لوري ورباندې ټاکل شوی انعام و ګټي لکن کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ور نېږدې شو د هغه د آس پښې په زمکه کې خښې شوې دی پوه شو چې دا کس د غوره مرتبې خاوند دی او زه به ونشم کولی دا ونیسم نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل : بس ماته دعاء وکړه چې آس مې بېرته لدې زمکې خلاص شي زه لتا څخه ګرځم تاسې ته څه نه وایم .

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته دعاء وکړه او آس یې پورته شو بیا یې ورته وویل :
چې تاته په لاسونو کې د کسری د لاس بنګړي در واچول شي او د هغه تاج درته په سر کړل شي د هغه غاړکۍ په غاړه کې در واچول شي څنګه به وي؟ ده ورته وویل : هغه کسری بن هرمز (د فارسی امپراطوري مشر)؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : هو .

پدې وخت کې نو دا یوه محاله او د نه کېدو خبره ښکاره کېده .

دی بېرته له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه و ګرځېدو کله چې حضرت سعد رضی الله عنه مدائن فتح کړو او د کسری بادشاه بنګړي ، د هغه تاج او د هغه غاړکۍ یې په غنیمت ونیول حضرت عمر رضی الله عنه ته یې را ولېږل پدې وخت کې سراقة بن مالک المدلجي مسلمان شوی وو حضرت عمر رضی الله عنه را وغوښت پدې وخت کې مشر سړی وو او هغه بنګړي یې په لاس کې ورته واچول ، تاج یې ور په سر کړو او غاړکۍ یې ور په غاړه کړه ترڅو هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره رښتیا کړي ټولو د مجلس شریکو صحابه وو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره رښتیا ولیده الله اکبر ، سبحان الله او الحمد لله اوازونه یې وکول .

کله چې مدائن فتح شو مسلمانانو ته خبر راغلو چې د فارسیانو مشر یزدجرد حلوان (حلوان د اوسني ایران په غرب کې د کرمان شاه سره نېږدې ځای دی) ته و تښتېدو او ددې لپاره چې نور مسلمانان ورپسې ورنه شي په تکریت نومي ځای کې یې خلک د مسلمانانو سره جنګ ته وهڅول او ډلې یې ورڅخه جوړې کړې خپل یو مخور کس مهران الرازي یې د لوی لښکر سره جلولاء سیمې ته ولېږلو او هلته یې هغوی ته د لوی خندق ویستلو امر وکولو چې هلته به دفاعي کرښه جوړه کړي او هلته به مقاومت کوو چې نور مسلمانان په مونږ پسې وړاندې را نشي دا خبر چې کله مسلمانانو ته را ورسېدو حضرت سعد رضی الله عنه دا ټوله کیسه حضرت عمر رضی الله عنه ته ولیکله او له هغه نه یې د مشورې او امر غوښتنه وکوله .

حضرت عمر رضی الله عنه ورته امر وکولو چې حضرت هاشم بن عتبة رضی الله عنه له دولس زره کسانو سره جلولاء ته ولېږه په مقدمة الجیش باندې حضرت القعقاع بن عمرو رحمه الله په میمنة باندې سعر بن مالک او میسره باندې عمرو بن مالک بن عتبة رحمه الله او ساقه باندې عمرو بن مرة الجهني رحمه الله امیران کړه او ویې لېږه .

نکته : دا مقدمه ، میمنه ، میسره ، ساقه به په هغه وخت کې د لوی لښکر برخې وې. نور بیا ان شاء الله

مراجع :
تاریخ الطبری
البدایة و النهایة
التاریخ الاسلامي
ویکپيډیا پوهنغونډ
قصة الاسلام دکتور راغب سرهانی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د