دوی څه ته ژمن دي؟

لطف الله خیرخوا
يو امت، چې ځوړند حالت کې وي، د ژوند تر نورو اړخونو يې فکري اړخ ډېر ټپي وي. مثبت او سالم فکر خو څه، چې فکر کولو ته يې اراده نه وي. دغه حالت دښمن ته مطلوب دی، دښمن کولی شي، چې دا امت دغه حالت کې په داسې مسايلو بوخت کړي، چې اصلا د دوی موضوع نه وي او پر هغو لارو يې روان کړي، چې هغه د دوی منزل ته نه وي تللې.

هغه خلک، چې جهادي لوري سره د ذاتي دښمنۍ له امله يا منهجي بېلتون له امله د کفر سيوري ته پلَتۍ وهلي ناست دي، يوه ورځ، يو سهار، يوه غرمه، يو ماښام، يوه ګړۍ او يوه شېبه عادلانه فکر نه شي کولی؟

دوی دې فرض کړي، چې افغانستان اشغال نه دی، اباد دی، اسلام حاکم دی، مسلمانان خوندي دي، حقوق يې پر ځای دي، نه جهاد شته او نه امريکا. يو بل مسلمان هېواد باندې دغسې بريد شوی..کفري نړۍ له خپلې داعيې او کلتور سره پرې حاکمه ده..حکومتونه ورته دوی جوړوي..قوانين ورته دوی جوړوي..د دوی د پاليسيو او مصالحو مقابل کې د دغه هېواد هر ستر مصلحت تر بڼکې ډېر سپک دی..بې پاسپورته، بې اسنادو هر وخت او بې له څاره او ان بې اجازې تګ راتګ کولی شي..د دې هېواد وګړي، هر ځای کې، په هر ډول وژلی شي، نيولی شي، شړلی شي..ان د جمهور رئيس لومړی معاون د يوه هوايي ميدان بهرنيو عسکرو لخوا بېرته شړل کېدی شي..د دوی ولسمشر د بريدګرو ټيټ پوړي مامور هرکلي ته نظامي اډې ته ورځي..کله چې بهرنيان پر لار روان وي، نو د هېواد خلک بايد له سرکونو کوز شي او غاړې ته بايد بې حرکته ودريږي…د دې هېواد ټول ارزښتونه په ډېرې بې پامۍ تر پښو لاندې وي..بهرنيان هر ډول پټ او ښکاره فعاليت ازاد کوي..بريدګرو سره څنګ په څنګ قربان شوو عسکرو کونډو مېرمنو نه د خپلو مياشتينيو مرستو بدل کې بې عفتي غوښتل کيږي..

دوی ته به يې څه مشوره وي؟ د دې هېواد مسلمانان څه وکړي؟ د خپل دين، ناموس، زمکې، خلکو، ارزښتونو، کلتور او خودۍ پر ضد بهرنيانو سره ودريږي؟ که پر کورونو کېني؟ د دوی پر هېواد د ټولې نړۍ کفار راټول وي، حاکميت، ارضي تماميت او خپلواکي تر پښو لاندې وي، څه وکړي؟ دښمن سره په دې دليل ودريږي، چې له جهاد و مقاومته ګاونډيان ګټه اخلي؟

که څوک خپله سل په سله تاوان کې وي، دا نو څه تاوان دی، چې له حرکته دې ګاونډيان ګټه اخلي؟ يا دې په دې دليل دښمن سره د خپل دين او مسلمان ولس پر ضد ودريږي، چې د جهاد لوري سره يې ورانه ده يا منهجي اختلاف ورسره لري، څه وکړي؟؟

ولې خبره په لوی لاس بل لور ته بېول کيږي؟ د باطل پرستو دا عادت پخوانی دی، چې خبرې اړوي، خبرې ته رنګ ورکوي او خلک مغالطو کې اچوي. همدا اوس د کفر په مټ واکمنې ډلې ته وګورئ، چې دوی څه کوي؟ او څه ته ژمن دي؟

ارضي تماميت يې د خړو بوټونو ګرد ته لوګی کړی. حاکميت يې له بلې نړۍ څخه کمپيوټري اداره کيږي. د خپلواکۍ څرک نه ليدل کيږي. د دې خاوري ستر ارزښت(اسلام) سره يې دومره اشنايي ده، چې بخاري شريف له حديثو وروسته ستر کتاب ګڼي..حسين رضي الله عنه د خدای لمسی ګڼي(العياذ بالله)..په دعاء کې «اللهم» اورېدو سره غوږونو ته لاس پورته کوي..تهجد د ورځې کوي..اودس کې غلطيږي، بيا بهانه کوي، چې د لښتي پر سره اودس نه شم کولی..

د خپلو قربان شوو عسکرو په اړه دومره متعهد دي، چې کونډه يې مياشتينۍ مرستې پسې راشي، مامورين ترې بې عفتي غواړي…د دې خاورې کلتور سره نو دومره اشنا دی، چې سړي ته سر په ککرۍ کې ماتوي..شعر کې پښتۍ او هډوکي سره تېر وبېر وروَلي..پښتو خپله نه شي ليکلی، بل څوک يې ورته ليکي…

دوی، چې خپل مشر ته دعاء کوي، ورته وايي : مشره زر کلن شې! تېره ورځ مې تفسير نسفي کې {لَوْ يُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَةٍ} لوست. هغه وايي، د مجوسو يوه دعاء دا وه، چې يو بل ته به يې ويل : زر کلن شې! نو ځکه يې د مکي مشرکينو د ژوند هيله په زر کلونو تعبير کړه. د ۱۷مشر د پلويانو دا دعاء که د دوی اخلاص څرګندوي، نو دا معنی هم لري، چې دوی د همغه جاهليت نيالګي دي.

سوال دا دی، چې زمکه يې پرديو ته سپارلې وي، په دين نه پوهېدل څه کوې، چې لا اشنايي ورسره نه لري، بلکې فکر و عقيده يې له جاهليته سرچينه اخلي، خپل ناموس نه پېژني، د خپلې ژبې محاورې او شعرونه غلط او بې ځايه وايي، دا نو څه ته ژمن دي؟ په کومه ژمنتيا پر دې خاوره حاکم دي؟ دوی دې خاورې او دې ولس سره څه مينه لري؟ او پر کوم بنسټ يې لري؟

په ښکاره او جار وايي، چې موږ د نړۍ جګړه پر مخ وړو، موږ سره دې نړۍ ودريږي..نړۍ يې د جګړې اوږدولو ته وهڅوله، د هېواد زېرمې يې خيرات کې ورکړې..په ښکاره يې وويل، چې دوی دې خاورې او دې خلکو ته ژمن نه دي، دوی نړۍ ته ژمن دي..دوی د کفر ارزښتونو ته ژمن دي..ځکه خو د خپلو عسکرو بمبارولو عکس العمل کې څڼ نه شي کولی. ودونه او خوښۍ بمبار شي، يوه تسليت قدرې نه شي ويلی. بالمقابل د نړۍ په هره وړه د دوی غمشريک او خوښي ليدل کيږي..اقلا د تامل خبره نه ده؟
{أَلَيْسَ مِنْکُمْ رَجُلٌ رَشِيْدٌ؟}

تبصرې (2)

  • وای وروره، کاش چې دوی د قران کريم ايتونو ته غوږ نيولی... دوی خو په هغوی پورې خاندي چې د قران لارويان دي، دوی خو د داسې بادار چوپړ کوي چې د مرګ پر ژۍ ولاړ ولسمشران يې هم د خپل وطن د لوڼو له لوري پر جنسي تېريو او ځورونو تورنېږي. دوی خو داسې مشران په مشرۍ منلي چې سپين ږيري يې چيغې وهي چې جنسي تېری یې راباندې کړی، خو دوی يې د ننګې او سزا پر ځای دا سترې پېښې په خندا تېروي او د مجلسونو مالګه ترې جوړوي...
    بس رب مو دې هغه وګړي ډېر کړي چې ننګ مو ساتي او په هره قربانۍ يې ساتي...