fbpx

جاهلیت

أفحكم الجاهلية 2په قرانکریم کې د (جاهلیت) لفظ له څلورو کلماتو سره یوځای راوړل شوی دی:

{أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ}

{ظَنَّ الْجَاهِلِيَّةِ}

{تَبَرُّ‌جَ الْجَاهِلِيَّةِ}

{حَمِيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ}

لومړی د واک او قدرت له لفظ(حکم) سره جاهلیت راغلی ده او په دې سره د نظم او دولت جاهلیت ته نغوته شوي ده، په واک او قدرت کې چې الهي عدل او نیاو نه وي هغه جاهلي ده او د انسانیت دښمر نده.

په دویم څای کې {ظَنَّ الْجَاهِلِيَّةِ} راغلی دی ظن او ګومان د فکر او تصور له ډلې نه ده، او که په کومه ټولنه کې افکار او تصورات جاهلانه شي دهغو دي الله مل شي، جاهلانه افکار په دې ساینټفک دور کې وژونکي دي. جاهلانه ټول افکار اسلام له بیخه اېستلي دي، یوه ورځ ابوذر غفاري رضي الله عنه بلال رضي الله عنه ته پیغور ورکړ او ورته کړه یې ای دتورې زویه. رسول الله صلي الله علیه وسلم ابوذر ته وویل: په تاکې لا دجاهلیت خوی پاته ده.

په دریم ځای کې د جاهلیت توری د ښځو له لباس سره راغلی ده، په میرمنو کې د شرعي حجاب نه مراعت بدمرغه جاهلي خوی ده او دا هغه ستر ه جاهلي وبا ده چې ټولنه بوینه کوي او په اخلاقي فساد یې اخته کوي، نن له اسلامي حجاب نه بغاوت انسانیت ته خورا لویې ستونزي ورپه برخه کړې دي خو د لویدیځ شهوت پرست او بهیمیت پال انسان لاهم دبغاوت پرلاره ګامونه ږدي.

په څلرم ځای کې له قومیت، ناسیونالیزم او عصبیت سره د جاهلیت توری راغلی ده، په موجوده نړۍ کې ډیرځایه قومیت وازمویل شو، نازي جرمنیانو ، روسانو او عربو ټولو قومیت او ناسیونالیزم تجربه کړ، دا سپیره تجربه جاهلانه وختله، دقومیت په شمول ډیرو نورو تجربو هم هیڅکله د اسلامي ورور ولی او مساوات ځای نده نیولی، اسلام دادم زوی عزتمن ګرځولی ده او دهغه د عزت او درنښت معیار یې تقوا ګرځولې ده، قومیت، عصبیت، ناسیونالیزم، خيل او زی یې مړزګه او بوین خوی بللی ده . دعوها فانها منتنه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د