مالیې وزارت: د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ په راکړه ورکړه کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۶):د مالیې وزارت وايي، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ په راکړه ورکړه کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د دې وزارت مرستیال خالد پاینده وايي، د تېرو کلونو په پرتله افغانستان ډېر توکي له پاکستان نه واردوي او نه هم د نورې نړۍ توکي د پاکستان له لارې واردوي.

دی وايي، د ملي یووالي حکومت هڅه کوي، چې افغانستان ته بدیلې لارې پیدا کړي او افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان له انحصار اوباسي.

د اقتصادي چارو کارپوهان بیا په دې اند دي، چې افغان دولت دې د پاکستان سره د سوداګرۍ په کمولو هلته فکر وکړي، چې ګوادر او کراچۍ پرځای لنډې او بدیلې لارې پیداکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج‌محمد تلاش په خبره، د ملي یووالي حکومت دې پاکستان سره هغه وخت سوداګري کمه کړي، چې افغان سوداګرو ته ارزانه، لنډې او بدیلې لارې پیداکړي.

د ده په خبره، د شمال لویې لارې د ژمي پر وخت د واورو او اورښتونو له امله بندېږي؛ خو د هېواد ختیځې او سویلي لارې د ژمي موسم کې هم د تګ راتګ وړ وي.

تېرکال د مالیې وزارت ویلي وو، افغان دولت به له پاکستان سره سوداګرۍ په برخه کې کلنۍ راکړه ورکړه تر پنځو میلیاردو ډالرو ورسوي.

تېره اوونۍ د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس خان جان الکوزي ویلي وو، چې پاکستان د افغانستان پر صادراتي توکو مالیه درې برابره لوړه کړې ده.

الکوزي ویلي و، مخکې به پاکستان د افغانستان د تازه مېوو له یوه کانتینر نه له ۱۰۰- ۱۵۰ پورې مالیه اخیسته؛ خو اوس دغه مالیه ۱۱۰۰زره کلدارو ته لوړه شوې ده، چې افغان سوداګرو ته یې ډېر زیان اړولی دی.

افغانستان اوسمهال د سوداګرۍ ډېره راکړه ورکړه له پاکستان سره کوي؛ خو د چابهار بندر د پرانېستو وروسته یې له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د پام‌وړ کموالی راوستی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د