سعودي کې د «جاز موسیقي» محفل د جوړولو اعلان

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۶): د سعودي عربستان د يوه صنعتي زون له لوري د روان کال د پای په مراسمو کې د «جاز موسیقي» د محفل جوړولو اعلان شوی دی.

د صنعتي زون دا پرې کړه د هغې تګلارې برخه ده، چې د هېواد د اقتصاد انحصار بايد پر تېلو راکم شي او ورسره د سېل او تفريح په زیاتولو د خپل اقتصاد د غښتي کولو لپاره هم پلان په نظر کې لري.

د سعودي د بنسټ له پیله په دغه هېواد کې تر اوسه د موسیقي عام محفلونه او رقص پروګرامونه د نشت برابر دي، خو د سعودي وليعهد محمد بن سلمان ويلي، چې خپل هېواد کې يې د سخت دريځو مذهبي مراسمو او علماوو د له منځه وړلو پرېکړه کړې او خپل هېواد به منځلاري اسلام ته بوځي.

رویټرز خبري اژانس ليکلي، چې د پاچا عبدالله اقتصادي ښارګوټي اجراييه مشر فهد آل راشد ورته ويلي، چې د جاز موسیقي محفل کې به بهرني «ډمان» خپله فني وړتيا ښکاره کوي.

د رويټرز په وينا تر اوسه دا نه ده روښانه،چې د سعودي د ويزو د قانون سختوالي له امله به بهرنيان په دغه موسیقي پروګرام کې ګډون وکړای شي که نه، خو وړاندوينه کېږي، چې ګڼ شمېر سعوديان به په کې ګډون وکړي.

فهد آل راشد تېره ورځ په يوه اقتصادي ناسته کې وويل، چې سعودي کې د دغه ډول پروګرامونو او کلتوري مېلو غوښتنه زیاته ده، خو تر اوسه پرې کار نه دی شوی.

شهزاده سلمان هم ويلي، چې هېواد يې له ۱۹۷۹ مخکې داسې نه و، په سعودي او ټولې سيمې کې د وېښتیا د تحريک له امله مذهبي مراسم او واک زیات شو، خو ټينګار يې کړی، چې دی به يو ځل بيا په هېواد کې د ده په وينا «سخت دريځی اسلام» له منځه يوسي او پر ځای به يې«منځلاری اسلام» راولي.

سعودي په دې وروستيو کې د خپلو اسلافو پر خلاف د غرب او په ځانګړې توګه د امریکا د راضي کولو په موخه په هېواد کې ناببره داسې بدلونونو ته ملاتړلې، چې عام مسلمان يې اټکل نه شي کولای او ډېر داسې کارونه يې حلال اعلان کړي، چې تر څو مياشتو مخکې د سعودي علماوو حرام بلل.

په دغو کارونو کې د ښځو موټر چلول، د ښځينه سندر غاړو عام محفلونه او په لنډ وخت کې د سینما راتلل د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان ابتکارونه بلل کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د