نړۍ

د کښتۍ ډوبېدو له امله ۲۵۱ کانګو مهاجرین مړه شوي

د البرټ په جهیل کې دکښتۍ د ډبېدو له امله د کانګو هېواد  ۲۵۱ مهاجرین مړه شوي. ددغه هېواد چارواکو په کانګو کې د درې ورځو ماتم اعلان کړی.

د بهرنیو خبري آژانسونو د راپورونو په اساس د کانګو چارواکي وايي چې د یوګنډا د مهاجر کمپونو څخه ۳۰۰ مهاجرین خپل هېواد ته ستنېدل، چې د البرټ په جهیل کې يې کښتۍ واوښته او د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۵۱ کسان په کې مړه شول.

ددغه هېواد ولسمشر جوزف کیبلا د کښتۍ ډوبېدل د هېواد په تاریخ کې تر ټولو ستره پېښه ګڼلې ده او درې ورځې د ماتم اعلان يې کړی.

یاده دې وي چې په کانګو کې د پوځ او نورو ګرپونو تر منځ د جګړو له امله په لکونو خلک یوګنډا ته لاړ دي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x