نظــر

د افغانستان لپاره د هندوستان تعليمي او کلتوري فعاليتونه

ماخذ :فکري پوهنه
ليکوال :عبدالهادى (مجاهد)
رانقلوونکى : عبدالبصير (پرديس)

يوبل خطرناکه پلان چي د امريكا او هندوستان له خوا په مشترک ډول پر مخ بيول کيږي ، هغه هم د تعليم او کلتور په ډګر کي د تطبيق په حال کى دى،او هغه دادى چي :
چي امريكا فکر کوي چي يو وخت نه يو وخت به خامخا افغانستان پريږدى او دى به وځي نو د خپل واک د بقا لپاره شپه او ورځ پلانونه کوي .

امريكا فکرکوي چى هندوستان يې په سيمه کي د پاکستان په پرتله ښه استراتيژيک ملګرى کيداى شي ، او له همدې امله پاکستان ته د يو مٶقت او شکمن اجير په سترګه ، خو هندوستان ته د يو باثباته استراتيژيک ملګري په سترګه ګوري ، په همدې بنا امريكا غواړي په افغانستان کي د پاکستان په نسبت د هندوستان اثر او رسوخ زيات کړي .

ځکه چي امريكا د طالبانو پديده د پاکستان د ديني مدارسو زيږنده بولي ، نو بايد په مقابل مي يې په افغانستان کي د هندوستان له خوا شه دير خلګ وروزل شى ، او بيا په دولتي پوستونو او خصوصي سکتور کي ځاى پر ځاى کړاى شي ، تر څو په داخل کي د طالب د پديدې مقابله وشي .

له همدې امله هندوستان افغان محصلينو ته د خپلو تعليمي ادارو او پوهنتونونو غيږه خلاصه کړې ، او هر کال تقريباً زر تنه افغاني محصلين په هندوستان کي د عالى تحصيلاتو لپاره منل کيږي چي تر اوسه پورې هلته د افغاني محصلينو شميره د د رسمي احصائيو پر بنسټ پنځو زرو تنو ته رسيدلې ده . او همدغه شميره په هدغه تناسب نور هم لوړيږي چي د وخت په تيريدلو به دغه شميره لسګونو زرو تنو ته رسيږي ، او د ددولت يوه زياته برخه ادارې به د همدغو خلګو لخوا اداره کيږي . ددې تر څنګ امريكا په افغانستان کي د هندې ژبې او کلتور د خوريدلو لپاره هم شه اساسي او پراخه زمينه مساعده کړې ده . او هغه په افغانستان کي د امريكا د ملګرو له خوا د لسګونو تلويزيوني چينلونو پرانيستل ، او په هغو کي په زياته پيمانه د هندى کلتور او ژبې د موادو خپريدل دى .

همدا اوس تقريباً د افغانستان نيمائي خصوصاً ځوانانو او پيغلو د تلويزيوني پروګرامونو او هندي فلمونو له لاري هندي ژبه زده کړې ده
په تعليم ، سياست ، او دولتي ادارو کي په هند کي روزل شوي خلګ ، او په ولسي سطحه د هندي فرهنګ خپريدا په افغانستان کي د هند د هر ډول فعاليت لپاره پراخه زمينه برابروي . او اټکل کيږى چى امريكايان به د ماتي په صورت کي خپل خلافت هندوستان ته وسپاري . ځکه چي هندوستان په سياسي لحاظ په افغانستان کي دلچسپي ، او په فرهنګي ،او اقتصادي لحاظ ددې کار وړتيا لري . او هم په سيمه کي له چين او پاکستان سره د اختلاف له امله له امريكا سره استراتيژيکه اړيکه لري .

دا ټول ددې عامل ګرځي چي هندوستان به په افغانستان کي تعليمي فعاليتونه ولرى ، او د افغانستان د تعليم په سيکولريزه (بې دينه) کولو کي له امريكا سره لاس يوکړي، تر څو په سيمې کې د هغه په اسلام د رواجيدلو کي مرسته وکړي چي RAND Corporation
يې Civil democratic islam په حيث خوبونه ويني .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x