نظــر

تـاریخي شـرم اودهغه نه دنجـات لار!

یاسر افغان !

تاریخ مونږ ته له مونږ وروسته راتلونکی نسل ته دتیرو وختونو کړه وړه په ګوته کوی، هرڅوک پدې لټه کې وی چې دراتلونکی نسل لپاره داسې تاریخ جوړ کړئ چې دهغوی لپاره بیاعار نوي،

له تیرو به تیر شو کله چې افغانستان باندې امریکایانو یرغل وکړ د ډیرو پیسو اود ډالرو په زور یي ډیر افغانان تیر ویستل او دامریکایي اشغالګرو غلامی ته یي غاړه کېښوده چې زیاتو پکی سرونه وخوړل اولابه هم سرونه خوري،

په هغه وخت کې چې طالبانو سم فعال حضور هم ندرلود داربکېانو، عسکرو ،پولیسو ،په جنازو طالبانو کلک بندیز ولګاوه چې هیڅ ملا امام دهغه چا جنازه نکوی چې دجانکیری په اداره کې کارکوی او ووژل شي که به کوم ملا امام جنازه وکړله دشپی لخوا به تهدیدی تردی چې بعضو ته به سزا هم ورکول کېده
په اوس وخت کې خو طالبان په زیاتو سیمو پوره واک اوکنټرول لري دطالبانو نظامی اوملکی اداري ټولي فعاله دی،

نو دطالبانو تر واک لاندی سیمو کې که کوم اربکی پولیس هر عسکر ووژل شی جنازه خو یي لاڅه کوی عام خلک یي خپلو هدیرو کې نه پریږدی
کال وړاندی زمونږ دسیمی یواربکی دطالبانو دیوه غلچکی برید ښکار شو او ووژل شو کله یي چې خپله کلی ته ویوړ هلته ټولو کلېوالو اودسیمی طالبانو دهغه د دفن کولو مخالفت کاوه او اجازه یي نه ورکوله چې زمونږ په هدیره کې دی ښخ شي بیا وروسته یي لري پرتي سیمی ته چې هغه داربکیانو ترواک لاندی اودهغو کلی ده چې اوس هم داربکیانو دکلی په نامه یادیږی هلته یي ویوړ خاورو ته وسپاره ،

دیته ورته څواوني وړاندی زمونږ دسیمي یوبل کس چې په ګوډاګی اداره کې یي دنده ترسره کوله په کابل کې دچرکی برید ښکار شو قومي سپینګیری دسیمي مجاهدینو ته راغلل قومي سپینګیرو وار له مخی وویل چې که د دي وژل شوی عسکر وارثانو ته په هدیره کې دده دښخولو اجازه ورکړل شي بیا به نورو وژل شویو ته هم موقع په لاس ورشی نوباید اجازه ورنکړل شي چې دلته ښخ شي

نو دسیمی مجاهدینو دقومی مخورو په مشوره اجازه ورنکړه چې لږ وروسته دمقتول وارثانو پخپل سر جنازه رابار کړئ وه طالبان یي مخته ودریدل جنازه یي بیرته پری تاو کړه خپل کورته یي را پرنښود اوځان یي په لوی لاس په سپکو سپک کړ ټول ولس ته یي دځان شرم اوذلت ښکاره کړ اوټولو خلکو دا دعاء کوله چې خدای مو دی له داسی ذلته اوشرمه وساتئ،

دحکومتی کسانو نه څوک جنازي کوی نه یي څوک جنازو کې ګډون کوی په اترافو کې خویي هسی نکوی اوس په ښاروکې هم څوک جنازي نکوی چې دحکومت تر تسلت لاندی دي

اوني وړاندی دپکتیا امنیه قمندان دطالبانو په یوه خونړي برید کې سر ورکړ دهغه جنازه یي دکابل دعیدګاه جومات ته ویوړه چې ۱۷ مشر غنی یي هم ګډونوال وه خپله دولسی جرګی غړي لالی حمیدزئ وویل چې ملا امام دجنازی لمونځ تحریم کړ اولاړه دجنازی لمونځ یي ورنکړ بیا وروسته دملی امنیت یوکس رامخته شو چې سر یي هم سرتور وه په ډیر تکلیف یي دجنازی لمونځ اداکړ،

دا اوس تاریخی شرمونه ندی دکومی کورني چې کوم کس په حکومتی اداره کې ووژل شي له شرمه هیچاته هم نشی ویلي له شرمه یي دعاء نشي اخیستلي زمونږ سیمه کې چې طالب شهید شي د دولت تر واک لاندی ساحو کې يي دجنازی اعلان کیږی دشهید په نامه خو اربکی اوپولیس عسکر چې ووژل شی د دولت تر واک لاندی ساحو کې یي هم څوک دجنازي اعلان نکوی،

دنجات لار یي داده چې پخپله ناوړه کړنو توبه وباسی خپل ددنیا اود اخیرت ژوند دی نه خرابوي که نور حق او ناحق نه پیژني خپل ګریوان کې دی سر ټیټ کړئ چې طالب ووژل شی خلک یي جنازی ته په فخر او افتخار ورځي په جنازه کې یي په زرګونه خلک وي،

خو دولتی کارمند چې ووژل شي ملا یي جنازه نکوی اوپه جنازه کې یي دګوتو په شمار کسان ولاړ وي راځي له دی ذلته شرمه بیعزتي ځان خلاص او خپل تاریخ په زرینو کرښو ښائسته کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

ایا هغه پولیس کافر ده ایا هغه عسکر کافر ده ته سه خبر یی ؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x