شور مو د تکبير دی

ملامحمد مطمئن

شور مو د تکبير دی انګازې دي هر خوا پړکې دي
زي به مخ پر وړاندې قافلې زمونږ چټکې دي

هلئ زلمو زور د خپلو مټو ورته وښايئ
بيا غليم راګير دی له هر خوا لارې ترې ورکې دي

چېرته ټينګېدای شي ګزارو ته مو کفري نړۍ
څنګ ته مو راغلي له آسمان څخه ملکې دي

هر وخت مو اغيارو نه په نره ميدان وړی دی
زمونږه له ویاړونو نه صفحې د تاريخ ډکې دي

هرې بلا مخته يوو ولاړ د جګو غرو په څېر
نه شي تم کېدای راته زنځير دی که ولچکې دي

تل مو مطمئنه د دښمن خوله ماته کړې ده
عزم مو مظبوط دی عقيدې مو بلا کلکې دي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د