له ویده کېدلو مخکې اذکار او تلاوت کول

دکتور کفایت الله وردګ

د ویده کېدلو په وخت کې څه اذکار او څه ایتونه تلاوت کول هم سنت دی او پدې اړه احادیث زیات دي د نمونې په ډول یو څو د خپل لوستونکی سره شریکوم .
الف : سورة اخلاص او معوذتین لوستل

رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله بسترې ته د ویده کېدلو لپاره لاړو نو د قرآن کریم وروستني دری سورتونه به یې تر ویده کېدلو وړاندې تلاوت کول له حضرت عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی هغه فرمايي أَنَّ النَّبِيَّ صلى اللهُ عليه وسلم كَانَ إِذَا أَوَى إِلَى فِرَاشِهِ كُلَّ لَيْلَةٍ، جَمَعَ كَفَّيْهِ ثُمَّ نَفَثَ فِيهِمَا فَقَرَأَ فِيهِمَا: ﴿ قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَد ﴾ وَ﴿ قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَق ﴾ وَ﴿ قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاس ﴾ ثُمَّ يَمْسَحُ بِهِمَا مَا اسْتَطَاعَ مِنْ جَسَدِهِ، يَبْدَأُ بِهِمَا عَلَى رَأْسِهِ وَوَجْهِهِ، وَمَا أَقْبَلَ مِنْ جَسَدِهِ، يَفْعَلُ ذَلِكَ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ. صحیح البخاري

ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله بسترې ته لاړو هره شپه نو لاسونه به یې سره یو ځای کړل او په هغه کې به یې ﴿ قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَد ﴾ او ﴿ قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَق ﴾ او ﴿ قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاس ﴾ ولوستل بیا به یې پکې پو (چُف) کړل بیا به یې په هغه لاسونو باندې د بدن ټولې هغه برخې مسح کړې چې دده مبارک به ورته لاس رسېدو اول شروع به یې له سر او له مخ نه کوله او اول به یې د بدن هغه برخې ورباندې مسح کولې چې د مخ لور ته به وې او دا کار به ده مبارک صلی الله علیه وسلم دری ځله کاوه .

ب: د سورة بقرې آخري آیتونه لوستل

همدارنګه تر ویده کېدلو وړاندې سنت دي چې د سورة بقرې آخري دوه آیتونه تلاوت کړل شي له حضرت عبد الله ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل :
مَنْ قَرَأَ بِالْآيَتَيْنِ مِنْ آخِرِ سُورَةِ الْبَقَرَةِ فِي لَيْلَةٍ كَفَتَاهُ. صحیح البخاري
ترجمه : چا چې د سورة بقرې آخري دوه آیتونه په کومه شپه کې تلاوت کړل دا یې بس دي .

ج: آیة الکرسي تلاوت کول

تر ویده کېدلو وړاندې دا هم سنت دي چې څوک آیة الکرسي تلاوت کړي او هغه څوک چې د ویده کېدو په وخت کې د آیة الکرسي تلاوت وکوي تر سحره پورې به د الله جل جلاله له لوري د ده یو ساتونکی مقرر وي دده ساتنه به کوي دحضرت ابی هریره رضی الله عنه په حدیث کې (پوره قصه به یې وروسته راشي) الفاظ دي :
إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فِرَاشِكَ فَاقْرَأْ آيَةَ الْكُرْسِيِّ، لَنْ يَزَالَ مَعَكَ مِنَ اللَّهِ حَافِظٌ، وَلَا يَقْرَبُكَ شَيْطَانٌ حَتَّى تُصْبِحَ، وَقَالَ النَّبِيُّ صلى اللهُ عليه وسلم: صَدَقَكَ وَهُوَ كَذُوبٌ، ذَاكَ شَيْطَانٌ. صحیح البخاري

ترجمه : کله چې ته بسترې ته لاړې نو آیت کرسي تلاوت کوه بیا به تر سحره پورې لتا سره د الله جل جلاله له لوري یو ساتونکی وي او رسول الله صلی الله علیه وسلم (ددې خبرې په اړه) وفرمایل : تاته یې رښتیا ویلي دي پداسې حال کې چې هغه درواغجن دی دا شیطان دی .

دا حدیث د حضرت ابی هریره رضی الله عنه یوه واقعه ده چې ترجمې ته یې ستاسې فام را ګرځوم .

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د