fbpx

برتانوی ورځپاڼه: سعودي به د کعبې سره داسي وکړي – ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۶): برتانوی ورځپاڼې «اینډیپنډنټ» ویلي چې سعودي تر راتلونکو دوه کلونو پوري د کعبې شریفې پر سر لوی سایوان جوړوي.

دغه ورځپاڼې د یوه ځانګړې راپور په ورکولو سره ویلي چې د کعبې پر سر به لوی سایوان ددې لپاره وي تر څو حاجیان د لمر څخه خوندي کړل شي.

ورځپاڼې ویلي چې تر اوسه د مکې مکرمې د ولایتي چارواکو او نه هم د سعودي د حکومت له لوري په دې اړه څه ویل شوي، خو دوی په لندن کې د اسلامي کلتوري موسسې څخه د سایوان په ذریعې د کعبې شریفي د پټولو د پروژې مثال کتلی دی.

برتانوی ورځپاڼې د حرم شریف د امنیتي ځواک د مشر «لواء محمد الاحمدي» څخه په نقل قول ویلي چې ډېر ژر به د سایوان د جوړېدو کار پیل او تر کال۲۰۱۹ به پوره شي.

خو په لندن کې د اسلامي کلتوري مرکز مشر ډاکټر عرفان العلوي ورځپاڼې ته ویلي: « د پيړیو راهیسي مسلمانان حج او عمرې ته ځي، خو تر اوسه هیڅ چا هم د لمر څخه شکایت نه دی کړی، نه پوهیږم چې مونږ ولي د اسلام ابتدائي مرکز نړوو او خپل دیني میراث له منځه وړو، په کار نه ده چې کعبه د سر له خوا پټه شي».

باید وویل شي چې د کعبې شریفې پر شاوخوا د تاریخي اثارو له منځه وړل او پر ځای یې لوی لوی پنځه ستوریز هوټلونه او بازارونه جوړول له مخکې هم د ګڼو علماو او اسلامي موسسو له لورې غندل شوي دي او پر سعودي حکومت یې تور پوري کړی چې د اقتصادي ګټې لپاره یې په اسلامي تاریخ کې ثبت ودانۍ او شاخصونه له منځه وړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د