د رسول الله صلی الله عليه وسلم په قومنده کې د خيبر غزا

ليکوال: قطب الدين مشال

خيبر د مدينې له شمال غربي څنډې څخه سل ميله لري د شام په خوا کې پرته لويه سيمه ده، د خيبر په سيمه کې د يهودو لويې مضبوطې ـ مضبوطې کلاګانې وې چې تر لس زره زيات جنګيالي په کې ځاى پر ځاى شوي وو.

خيبر د يهودو د پلانونو، سازشونو او فوځي ځواک مرکز و، د خيبر يهودو به تل نورې قبيلې د مسلمانانو خلاف جنګ ته هڅولې او د جنګ اور ته به يې لمن وهله، همدا د خيبر يهود وو چې د خندق په غزا کې د کفارو ټولې ډلې د مسلمانانو خلاف جنګ ته تيارې کړې وې، همدا د خيبر يهود وو چې بني قريظه يې د مسلمانانو سره د سولې تړون ماتولو او له مسلمانانو سره يې غدر او دوکې ته اماده کړي وو، همدا د خيبر يهود وو چې د مسلمانانو خلاف به يې له منافقينو، د بني غطفان قبيلې او نورو کفارو سره تل تماسونه نيول او د مسلمانانو د کمزوري کولو لپاره به يې هر راز هڅې کولې او همدا د خيبر يهود وو چې د سازشونو او توطئو له کبله به يې همېش مسلمانان په خطر او ازمويښت کې وو.

کله چې مسلمانانو د حديبيې د سولې پر مټ د کفارو طاقت وويشه او د مکې د مشرکينو له شر او ضرر څخه بېغمه شول نو يې وغوښتل چې له دې فرصت څخه په استفاده له خپل سخت او بد دښمن (د خيبر يهود) سره حساب وکړي.

د هجرت په اوم کال د محرم په مياشت چې 628 ميلادي کال د مۍ د مياشتې سره سمون خوري، رسول الله مبارک پر خيبر د بريد لپاره د غزوة حديبيې د ګډون کوونکو مجاهدينو څخه يو لښکر تيار کړ خو د دې لښکر شمېر تر 1600 پوري ورسيد.

په دې وخت کې د مدينې منافقينو د خيبر د يهودانو ځانګړې مرسته وکړه، د منافقينو مشر عبدالله بن ابي د خيبر يهودو ته پيغام ولېږه چې محد الرسول الله ﷺ پر تاسو د بريد اراده کړې، هغوى ته يې د تيارسۍ هدايت وکړ او ډاډ يې ورکړ چې و نه ډار شئ، مسلمانان له تاسو په شمېر کې کم او جنګي وسايل يې لږ دي.

کله چې د خيبر يهود خبر شول نو يې کنانه بن ابي الحقيق او هوذه بن قيس و خپل خواخوږې قبيلې غطفان ته چې د مسلمانانو سخت دښمنان وو، د مرستې غوښتلو لپاره ولېږل او هغوى ته يې وړانديز وکړ، که پر مسلمانانو برلاسي شي، د خيبر نيم حاصلات به هم ورکړي.

د غيورو سرښيندونکو اصحاب کرامو په جهادي مينه مست لښکر، له خيبر څخه د يهودو د ټغر ټولو لپاره د خيبر خاورې ته ورسېد.

له څه جګړې وروسته، يوه ورځ سهار مهال د حضرت محمد ﷺ د اواز په ځواب کې علي رضي الله عنه چې د سترګو له درده هم په عذاب و، حاضر کړل شو، رسول الله مبارک يې سترګې دم کړې، د خداى په فضل سترګې يې داسې روغې شوې لکه هيڅه چې نه يې دردېدلې او د جنګ ډګر ته يې ولېږداوه.

د اسلام تريالى زړور مجاهد حضرت علي رضي الله عنه د يهودو د قموص نومي کلا ته ورسېد؛ يهودو ته يې د اسلام بلنه ورکړه لاکن بدبخته يهودانو په خښتو، تيږو، غشو او تورو ځواب ورکړ، د کلا لوى مشر، مشهور پهلوان (مرحب) په خپله، چې په اوسپنيزو جامو پټ و، ډير په غرور د لاندي شعر په ويلو سره د بريد لپاره راوړاندې شو؛

قَدْ عَلِمَتْ خَيْبَرُ اَنِّيْ مُرَحَّبٗ

شَاکِيْ السَّلَاحِ بَطَلٌ مُّجَرَّبٗ

ژباړه: ټول خيبر مې پيژني چې زه (مرحب) په ښه وسله پوښلى ډير بهادر او تجربه کار يم.

د غيرت او شجاعت دنګ څلي (حضرت علي رضي الله عنه ) يې ځواب کې دا شعر وويلې؛

اَنَا الَّذِيْ سَمَّتْنِيْ اُمِّيْ حَيْدَرَهٗ

كَلَيْثِ غَابَاتٍ کَرِيْهِ الْمَنْظَرَهٗ

ژباړه: زه هغه يم چې زما مور زما نوم حيدر (زمرى) اېښى او د زمري په څېر هيبت لرم.

مرحب چې له شوخي او مستي يوې او بلې خوا ته تاويده، په ډيره غوسه يې په حضرت علي رضي الله عنه وار وکړ خو حضرت علي رضي الله عنه د ځاى په بدلولو سره د مرحب له وار ځان بچ کړ او سملاسي يې د مرحب پر سر دومره زورور د تورې وار وکړ چې اغوستې دفاعي آله يې ماته، سر يې دوه ځايه شو او حيدري توره يې تر غاښو پوري ورسېده.

جنګ شدت وموند، مجاهدينو د بازانو په څېر په يهودي جنګياليو توند ښکاري بريدونه وکړل، د يهودانو مشهور تکړه جنګيالي مرحب، حارث، اسير، عامر او نور يې ووژل شول. د يهودو کلاګانې يو په بل پسې فتح شوې.

په غزوة خيبر کې د نورو تکړه اصحاب کرامو ترڅنګ ابوزبير رضي الله عنه هم ښه وځلېد.

د خيبر په غزا کې يهودو ته زيات مالي زيان واوښت او 93 جنګيالي يې ووژل شول، مسلمانانو غوره بريا خپله کړه، د جنګي آلاتو ترڅنګ يې ګڼ شمېر غنيمتونه هم ونيول، معاهده وشوه چې د خيبر د حاصلاتو نيمه برخه به مسلمانانو ته د جزيې په توګه ورکول کيږي.

د خيبر په فتح کولو سره، په سيمه کې د يهودو د جنګي ځواک په تابوت اخيرنى ميخ ټک وهل شو او د زور و دبدبې جنازه يې وايستل شوه.

د يادونې وړ ده د خيبر په غزا کې 16 مجاهدين چې په ځينو روايتو کې 18 هم ښودل شوي، د شهادت جام په نوش کولو سره ابدي ژوندي شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د