افغانستان

غور کې د سختو واورو له کبله ۱۴ تنه مړه او ژوبل شوي

نن ټکی آسیا: له غور ولایت څخه ورکول شوي خبرونه وايي، چې په دې ولایت کې د وروستیو ورښتونو، واورو او سیلابونو له کبله د ماشومانو په ګډون څوارلس کسان مړه او ژوبل شوي دي او خلکو ته یې نور مالي تلفات هم اړولي دي.

د غور د سیمه یېزو چارواکو په خبره چې دا تلفات له دوو اونیو راهیسې د پيل شویو ورښتونو له کبله په تیوره، تولک او ساغر ولسوالیو کې خلکو ته اوښتي دي.
سرچېنه همداراز زیاتوي، چې په دې ترڅ کې څه باندې اتیا کورونه نړېدلي او شاوخوا ۱۰۰ څاروي هم تلف شوي دي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، چې په مړیو څلور ماشومان او دوه نارینه غټان او په ۸ تنو ژوبلو کسانو کې ۲ ماشومان او شپږ لویان شامل دي.
دا په داسې حال کې ده ، چې له بېړنیو حالاتو سره د مبارزې وزارت د ۱۳۹۲ل کال ژمي د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د بشپړ چمتووالي خبر ورکړی و او ویلي یې ول چې د هېواد کابو ټولو لرې پرتو سېمو ته یې د ناورینونو د مخنیوي لپاره مخکې له مخکې بېړنۍ بشري مرستې لېږدولې دي.
خو له سږني پسرلي آن دوې اونۍ وړاندې له د هېواد په شمال، شمال ختیځ ، جنوب او جنوب ختیځ کې د سیلابونو او ورښتونو له امله لسګونو هېودوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ او سلګونه نور له بې کورۍ او نورو تلفاتو سره لاس و ګریوان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x