غزل/شرافت ویاړ

شرافت ویاړ

پسې وچ مې شو زړګی لکه غاټول
رانه ورک دی یو سړی لکه غاټول

وخ د تورو غرو لمن کې داسي ښکاري
لکه ګل لکه غمی لکه غاټول

چې په رنګ باندې ښایسته وي لاس ترې تاو کړم
غېږ کې ونیسم اغزی لکه غاټول

یو پر بل باندې پرتې یې توري څنې’
دی په ملا باندې نری لکه غاټول

شرافته ډېر یې تږی یم دیدن ته
لوی شو غرو کې لېونی لکه غاټول

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د