افغانستان

غزني: د ۳۰۳ موټر د چپه کيدو له امله ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

نن ټکی اسیا: نن سهار اته نيمې بجې د کابل کندهار پر لويه لار غزني ولايت کې دسپارليو يو ۳۰۳ ډوله موټر د چپه کيدو له ماله اته کسان مړه او ۱۹ ټپيان دي.

د غزني لاويت محلي چارواکو ويلي چې، په دغه پيښه کې اته کسان مړه او ۱۹ ټپيان شوي دي.

د غزني امنيه قومندان جنرال زړور وايي چې، پيښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې، موټر چلوونکی تښتيدلی او پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړي.

چاواکي وايي چې، ټپيان د غزني ولايت مرکزي روغتون ته وړل شوي.

د ياد روغتون مشر ډاکتر باز محمد همت وايي چې، په وژل شويو او ژوبلو کسانو کې ښځې او ماشومان هم دي.

 

د همت په وينا د ژوبلو کسانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x