افغانستان

افغانستان د (کاسا-١٠٠٠) پروژې له لارې درې سوه ميګاواټه بريښنا راواردوي

نړيوال بانک د مرکزي او جنوبي اسيا هيوادونو تر منځ د انرژۍ پر سوداګرۍ پانګونه وکړه، د (کاسا-١٠٠٠) په نوم دغه پروژه له تاجکستان او قرغزستان څخه د ګرمۍ په مياشتو کې افغانستان او پاکستان ته بريښنا لېږدوي چې افغانستان به د همدې پروژې له لارې درې سوه ميګا واټه بريښنا راوارده کړي.
نړيوال بانک وايي چې، تېره ورځ 2014-03-27 د نړيوال بانک ګروپ اجرائيه غړيو بورډ له مرکزي اسيا څخه جنوبي اسيا ته د بريښنا د لېږد او سوداګرۍ د پروژې (کاسا-١٠٠٠) لپاره د افغانستان، قرغزستان، پاکستان او تاجکستان لپاره د پنځه سوه او شپږ ويشت اعشاريه پنځه ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت وړيا مرستې او بې سوده پور په بڼه تصويب کړه.
دغه پروژه د يادو څلورو هيوادونو تر منځ د ديارلس سوه ميګا واټه بريښنا د دوامداره انتقال لپاره بنسټي، تجارتي اړتياوې، او د اړتيا وړ زېربناوي برابروي.
د (کاسا-١٠٠٠) پروژې ټوله بوديجه يو اعشاريه اوه ميليارده ډالر اټکل شوې چې د اسلامي پراختيايي بانک او امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې په ګډون د څو نورو پراختيايي بنسټونه ورته د اړتيا وړ مالي امکانات برابروي.
افغانستان به د دې پروژې د ټول لګښت درې سوه او شپاړس اعشاريه پنځه مليارده ډالره له نړيوالې پراختيايي ادارې څخه د بلا عوضه مرستې په بڼه تر لاسه کړي، په دې پيسو به د بريښنا پنځه سوه او شپېته کيلو متره هوايي انتقالاتي مزي وغزيږي، او د بريښنا شبکه به د افغانستان د شمالي او اختيځو ولايتونو له لارې سره ونښلوي.
نړيوال بانک وايي چې افغانستان به د (کاسا-١٠٠٠) پروژې له لارې درې سوه ميګا واټه بريښنا راوارده کړي.
د افغانستان د بريښنا شرکت، د انرژۍ او اوبو وزارت د ودانولو او فعاليت د مراحلو او د امنيتي مديريت په ګډون د دې پروژې د افغانستان د برخې د پلې کولو مسئوليت پر غاړه لري.
د (کاسا-١٠٠٠) پروژه د بريښنا د انتقال دولس زره کيلو متره مزي او د انرژۍ د لېږدولو لپاره سب سټيشنونه جوړوي چې په اوړي کې د تاجکستان او قرغزستان له بريښنا کوټونو څخه اضافي برېښنا افغانستان او پاکستان ته ولېږدوي.
د نړيوال بانک په خبر پاڼه کې راغلي چې افغانستان او پاکستان دواړه تر ډېره د انرژۍ د توليد لپاره پر نفتو تکيه لري، چې له مرکزي اسيا څخه دې هيوادونو ته راواردېدونکې بريښنا به خدمات ښه کړي، د اوړي په موسم کې به د بريښنا د کمښت مخه ونيسي، او هغه مالي فشار به هم راکم کړي چې د سونګ د توکو د راواردولو له امله رامنځته کيږي.
د خبر ځاى د وينا تر مخې قرغزستان او تاجکستان په پراخه پيمانه د اوبو انرژي لري چې د انرژۍ توليد په اوړي کې د دې هيوادونو له ملي اړتياوو زيات او په ژمي کې کم وي، چې اوس هم د اوړي په مياشتو کې تاجکستان توليديدونکې برېښنا له ګټې اخيستنې پرته ضايع کوي.
د خبر پاڼې د وينا تر مخې د دې پروژې عملي کېدل به قرغزستان او تاجکستان ته هم ګټه ورسوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x