له حاجي احمد فرید سره د نن ټکی اسیا ځانګړې مرکه

حاجي احمد فرید

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۶): حاجي احمد فرید په سپینو خبرو کولو د ډېرو خلکو زړونه ګټلي. دی سپین غږیږي؛ نو د همدې سپینو خبرو کولو له امله اوس د رسنیو پرمخ نه راڅرګندېږي. نن ټکی اسیا وېبپاڼې ورسره د هېواد په وروستیو حالاتو مرکه کړې ده. چې تاسو یې هم په لاندې کرښو کې لوستلای شئ:

پوښتنه: داسې هیله وه، چې ډونلډ ټرمپ به د افغانستان جګړه پای ته ورسوي؛ خو ټرمپ په نوې ستراتېژۍ کې د نویو ځواکونو رالېږل اعلان کړل. څه فکر کوئ چې هېواد مو په زوره د جګړې لوري ته نه ورټېل وهل کېږي؟

ځواب: امریکا د اوږدې مودې لپاره افغانستان ته راغلې او دلته خپلې موخې په سوله کې نه‌شي ترلاسه کولای.

امریکا غواړي چې دلته جګړه وغځېږي. اصلاً د امریکا ستراتېژي ولسمشران نه جوړوي؛ بلکې د امریکا پالیسۍ جوړونکي د استخباراتي ادارو کارکوونکي دي او ولسمشران یې یوازې اعلانوي. امریکا په سیمه کې جګړه غواړي او د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو څار غواړي. په افغانستان کې د دوی پاتې کېدل د جګړې په چټکۍ او اوږدېدا کې مهمه ونډه لري. که چېرې دلته سوله راشي؛ نو امریکایانو ته د پاتې کېدلو پلمه په لاس نه ورځي.

افغانانو هېڅ یرغل ته سرټیټ کړی نه دی او اوسنۍ جګړه هم د دغه یرغل ته د پای ته رسولو لپاره ده.

حاجي فرید

پوښتنه: د ټرمپ د نوې ستراتېژۍ د اعلان سره سم د ملکي وګړو په مرګ‌ژوبله کې هم ډېروالی راغلی او په تېره یوه میاشت کې یې ۷۵۱ بمونه پر افغانستان غورځولي. څه فکر کوئ، چې د امریکایانو پر وړاندې به جګړه نوره هم سخته نه‌شي؟

ځواب: امریکا تل خپل غچ له ملکي وګړو اخیستی. روزګان، هلمند، کندهار، هرات، ننګرهار، کونړ، لوګر، کندوز او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ملکي وګړو کلي له خاورو سره خاورې کړل. ودونه، جنازې او خیراتونه یې بمبار کړل.

امریکا د خپلو پوځیانو غچ یوازې له ملکي وګړو نه دی اخیستی، بلکې د اردو او پولیسو پوستې یې هم بمبار کړي.

امریکا همدغه حالت غواړي چې جګړه وغځېږي. د ټرمپ نوې ستراتېژي ناکامه ده. ټرمپ تر اوسه پر دې نړیوال نه دي قانع کړي، چې د افغانستان جګړې ته مشروعیت ورکړي. څو کلونه مخکې دلته دوه نیم سوه زره بهرني عسکر وو؛ خو جګړه کمه نه‌شوه، بلکې جګړه د ارګ تر دروازو راورسېده.

امریکا غواړي یوازې ارګ او خپلې څو پوځي اډې وساتي. تاسې په دې څو ورځو کې د کابل، پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو د جګړې راپورونه ولولئ. امریکا په تېرو دوو میاشتو کې ۲۶۲۰ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې. دغه شمېره په لومړیو کلونو کې هم دومره پورته نه وه. امریکا په افغانستان کې هېڅ قانون ته غاړه نه ږدي، بلکې دلته د بمونو مور هم غورځوي. دوی غواړي له افغانستانه هدیره جوړه کړي او په هدیره کې بیا څوک له چا سره کار نه لري. امریکا د جګړې د اوږدولو لپاره بشپړ پلان لري او موږ یې هره ورځ وینو، چې د امریکا په جګړه کې څوک مري؟

د امریکا په حضور کې سوله هېڅ نه‌ شي راتلی. دوی جګړه‌ مار دي، دوی زموږ د وژلو لپاره راغلي او بېرته باید ووځي. دلته باید یو بشپړ اسلامي حکومت جوړ شي، سوله راشي او نورو د بهرنیو راتګ لپاره باید زمینه برابره نه کړو.

اوس په دې خبره ټول پوه شوي، چې د امریکا په پاتې کېدو کې زموږ خیر نشته، بغیر د اوسني حکومت د ځینو چارواکو نه. کرزي یو وخت امریکا ته هرکلی وایه؛ خو اوس یې مخالف دی. ولسي جرګې له امریکا سره شوي امنیتي تړون ته رایه وکړه؛ خو اوس یې لغوه کول غواړي او بالاخره به یوه ورځ د اوسني حکومت چارواکي هم ووايي، چې موږ امریکا نه غواړو؛ خو هغه وخت به تېر وي.

پوښتنه: اوسني ګډ حکومت د ډېرو ننګونو سربېره د ولسي جرګې، ولایتي شورا او د ولسمشرۍ ټاکنې مخکې لري. که حالات همداسې وي؛ راتلونکې ټاکنې شوني دي؟

ځواب: زه دې حکومت ته حکومت نه وایم، بلکې دغه سهامي شرکت دی، چې د جان‌کېري په لاس جوړ شو.

امریکا په هېڅ قیمت د اوسني حکومت له منځه تګ نه غواړي. ټاکنې به وشي او د ټاکنو صندوقونه به یوازې په ارګ کې کېښودل شي او هلته به له جعلي رایو ډک شي.

اوس نړیوال هم وايي، چې د افغانستان اوسنۍ ډېره خاوره له طالبانو سره ده. په داسې حالاتو کې ټاکنې هېڅ امکان نه لري او که وشي هم، داسې به وي لکه تېرې ټاکنې، چې د خلکو برخلیک امریکا وټاکه، نه د خلکو رایو.

اوسنیو دواړو شریکانو ته شرم دی، چې وايي موږ درې نیم میلیونه رایې اخیستي. د ۳۵ میلیوني هېواد وګړو ته د درې نیم میلیونه رایو کارول څه معنی لري؟

اوسني حکومت په تېرو درې کلونو کې خپله کابینه بشپړه نه ‌شوای کړی، د ولسي جرګې دوره پای ته رسېدلې، جګړه ورځ تر بلې سختېږي، نو داسې حالاتو کې ټاکنې کله ممکنې دي؟

پوښتنه: ستاسو په اصطلاح اوسني «سهامي شرکت!» کې د بیان ازادي هم زندۍ شوه. دلته ځینې کارپوهان ونیول شول، ځینې د سیاسي خپرونو څخه منع کړای شول او ورځ تر بلې د بیان ازادي ختمېږي. علت یې څه بولئ؟

ځواب: اوسنۍ ځینې رسنۍ د یهودو او د یهودو د ګټو لپاره کار کوي. موږ هېڅ خپلواکه رسنۍ نه لرو. کله چې رسنۍ خپلواکې نه وي، نو د بیان د ازادۍ سوال نه پیدا کېږي. دلته ډېرو رسنیو ته د امریکا سفارت او نړیوالې موسسې پیسې ورکوي او د دوی په پیسو چلېږي. د انارو د جوس اعلان د دومره رسنیو مالي سرچینه کېدای نه‌ شي.

امر الله صالح چې کله د ملي امنیت رییس و. هغه په ولسي جرګه کې په ښکاره وویل، چې موږ د زیاتو هلو ځلو سره ـ سره د ځینو رسنیو د مالي ملاتړ په پیدا کولو بریالي نه‌ شو.

که په زور، بندي کېدو او وژنو ستونزه حلېدای؛ نو کمونیستانو به دغه خلک ارام کړي وو. د څرخي پله زندان د ورځې یو ځل ډکېده او یو ځل تشېده؛ خو بیا یې هم ماتې وخوړه. اوس د بیان ازادي دا ده، چې د حکومت په ملاتړ خبرې کوه او اوسنی سهامي شرکت سم بوله؛ نو د هرې رسنۍ مېلمه به يې؛ که دې پر اوسني حکومت نیوکه وکړه، بیا به دې ځای زندان وي.

پوښتنه: چین، روسیه، ایران، پاکستان او یو شمېر نور سیمه‌ییز هېوادونه په افغانستان کې امریکا نه غواړي. که د تېر جهاد په څېر دغه هېواد د امریکا دښمنان سمبال کړي، ایا د امریکا ماتې به حتمي نه کړي؟

ځواب: جنګ کې وسله مهمه ده؛ خو د وسلې نه مهمه عقیده ده. امریکا مجاهدینو ته یو کلاشینکوف ورکړی و؛ خو د روس طیارې، ټانګونه، وسلې او پوځیان له امریکا ډېر وو. دلته روس د امریکا په زور ماتې نه ده خوړلې؛ بلکې دوه نیم میلیونه افغانان شهیدان شول. د امریکا پرضد جګړه کې هم همدغه خبره روانه ده. طالبان تر اوسه عادي وسلې کاروي؛ خو له امریکا سره بې پېلوټه، جیټ، پوځیان، وسلې او ټیکالوجي ده؛ خو بیا یې هم ماتې خوړلې ده. اوسنۍ جګړه د وسلو نه ده، بلکې د عقیدې جګړه ده.

مننه حاجي صیب

له تاسې هم