
ایرانی ولسمشر: افغانستان اشغال دی
نن ټکی آسیا: ایرانی ولسمشر حسن روحاني وايي چې افغانستان په وروستیو لسیزو کې دوه ځل اشغال شوی. د ه د پنجشنبې په ورځ کابل ته د نورز د جشن په مناسبت سفر کړی و او په خپله وینا کې افغانستان اشغال شوی هېواد څرګند کړ.
د نوروز جشن ته د پاکستان د ولسمشر ممنون حسین په شمول د سیمې هېوادونو ولسمشران کابل ته راغلي وو.
روحاني د نوروز په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې افغانستان په وروستیو لسیزو کې دوه ځل د بهرنیو هېوادونو لخوا اشغال شوی، د نوموړي اشاره په افغانستان د روس او امریکا یرغل ته وه. روسان په ۱۹۸۰ ز کال او امریکا په ۲۰۰۱ز کال افغانستان اشغال کړ.
روحانی زیاته کړه چې د بهرنیو ځواکونو لخوا د افغانستان اشغال دغه هېواد کې د بدبختۍ تخم وکرلو، چې د زیات شمېر افغانانو او افغانستان ژوند يې خراب کړ.
روحاني ویلي چې ایران په افغانستان دواړه یرغلونه غندلي او د افغان ولس سره یې مرسته او همکاري کړې.
ایران ظاهرا داسې ښکاري چې په سیمه کې د امریکا سرسخته مخالف دی. تر دې دمخه ایران د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون هم کلک مخالفت وکړ .
د شننونکو په اند په دې کې شک نشته چې افغانستان د بهرنیو ځواکونو لخوا اشغال شوی، خو ولې ایران چې دا ډول خبرې کوي په دې ځان نړۍ ته د مسلمانانو یواځېنی مدافع ظاهر کوي، خو بالعکس دوی د شیعه توب د ترویج کار مخ پر وړاندې بوځي چې مستقیما او غیر مستقیما د اسرائیلو او نورې کفري نړۍ لخوا تمویلیږي.