
برتانیا: د اسرائیل په جوړولو فخر کوو، پر سلیزه به یې جشن لمانځو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۶): د برتانیې لومړۍ وزیرې «ټیریزا ماي» ددغه هیواد په پارلمان کې وویل چې مونږ فخر کوو چې د اسرائیل دولت په جوړلو کې مو مهم رول ادا کړ، مونږ به ددې هیواد د را منځته کېدو پر سلیزې جشن ولمانځو.
د «بلفور تړون» په کال ۱۹۱۷ کې د یهودو او د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر «آرثر بلفور» تر منځ امضا شوی وو، د کوم له مخې چې یهودو ته په فلسطین کې د هیواد جوړلو وعده ورکړل شوې وه.
د برتانیې ددغه وعدې یا تړون سلیزه په راتلونکې میاشت نومبر کې پوره کیږي، د همدې تړون او د فلسطین د قضیې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ټیریزا مای وویل: مونږ د اسرائیل په را منځته کېدو د فخر احساس کوو، مونږ به حتما دهغه سلیزه لمانځو.
ټاکل شوې چې د راتلونکي میاشتې نومبر پر ۲مه نېټه د اسرائیل لومړی وزیر «بنیامین نتنیاهو» برتانیې ته سفر وکړي، تر څو د «بلفور تړون» پر سلیزه په جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړي.
ټیریزا مای وویل، مونږ پوهیږو چې ځیني خلک د «بلفور» تړون په اړه ناسم احساس لري، مونږ پوهیږو چې باید نور کار هم وکړو.
هغې وویل چې برتانیې د فلسطین شخړې حل یوازي د دوه دولتونو د جوړېدو په صورت کې ممکن دی.
فلسطینی ډلې «حرکت فتح» د برتانیې د لومړۍ وزیرې خبرې په کلکو ټکو غندلي دي او ویلي دي چې د هغې خبرې په څرګند ډول د اسرائیل ملاتړ دی او د بلفور تړون د ناسمو پایلو څخه د برتانیې ځان خلاصول دي.
باید وویل شي چې د برتانیې په مرسته د نړۍ له ډیرو هیوادونو څخه یهودان په فلسطین کې سره را ټول شول او ځانته یې هیواد جوړ کړ، دوی د سیمې اصلي اوسیدونکي ووژل او یا یې له خپلو سیمو څخه وشړل.
