fbpx

لالي حمیدزي او همایون همایون د ولسي جرګې د ټلویزون له ارشیفه ځینې اسناد وړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۶):په ولسي جرګه کې د تېرې ورځې له ناندریو وروسته د ولسي جرګې دوو غړو لالي حمیدزي او همایون همایون تېره شپه ناوخته د ولسي جرګې ټلویزون ته په زور ننوتي او د ولسي جرګې د ټلویزون له ارشیفه یې ځینې اسناد په زور وړي دي.

د دې جرګې ځینې غړي وايي، د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون او لالي حمیدزي د ولسي جرګې د ټلویزون مسوولینو ته پیسې ورکړي او په بدل کې یې ځینې مهم اسناد غلا کړي دي.

د دې جرګې غړی ګل پاچاه حمیدي وايي، تېره شپه ۱۱بجې دواړو وکیلانو د وسلو او پیسو په بدل کې ځینې مهم اسناد غلا کړي دي.

د ولسي جرګې غړي همایون همایون په زور د ولسي جرګې ټلویزون ته ننوتل تایید کړي؛ خو دی وايي هېچا ته یې پیسې نه دي ورکړي.

تېره ورځ په ولسي جرګه کې د عبدالرووف ابراهیمي او ځینو نورو وکیلانو ترمنځ لفظي شخړه شوه، چې وروسته یې ناسته لغوه کړه او یو بل ته یې سپکې سپورې وویلې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د