
امریکا د افغان حکومت پر جعل کارۍ غبرګون وښود
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۶):ارګ د ولسمشر غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د ناستې په انځور کې د لاسوهنې وروسته دغه موضوع تراوسه جنجالي پاتې ده.
د ولسمشر غني ویاند شاه حسین مرتضوي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې موضوع د راپور له خپرولو وروسته وویل، چې خلکو او رسنیو باید ددې ناستې پر ګټو خبرې کړی وی؛ نه د ناستې په انځور کې د لاسوهنې.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیټر ناویرټ وايي، د غني او ټېلرسن د ناستې په انځور کې د لاسوهنې پوښتنه باید د افغان دولت نه وشي؛ نه د امریکا نه.
ناویرټ تېره ورځ خبریالانو ته وویل، په انځور کې لاسوهنه یوه وړه تېروتنه وه او په دې اړه باید ارګ، د ټېلرسن د سفر ملګري او افغان حکومت ځواب وايي، چې ولې یې په انځور کې لاسوهنه کړې وه.
د تېرې دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن بګرام ته راغلی و او د ګډ حکومت لوړ پوړي چارواکي د بګرام پوځي اډې ته د ناستې لپاره ورغلي وو.
ارګ د دې ناستې په انځور کې لاسوهنه کړې وه او ځینې برخې یې د فوټو شاپ په مټ لرې کړې وې.
د ټولنیزو شبکو کارکوونکو د دغه انځور او ناستې وروسته سخت غبرګون وښود او د ګډ حکومت د مشرانو تګ یې بګرام ته د شرم وړ کار وباله.
دبي شرمانو سخه نبايد د شرم هيله ولرو دوي په دنيا او اخرت كي شرمينده خلكو سخه دي