د افغان حکومت د جعلکاریو څو نمونې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۶): څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر (ریکس ټیلرسن) په یو ناڅاپي سفر د بګرام په نظامي اډه کې کوز شو او د ګډحکومت دواړه مشران یې خپل ملاقات ته وروغوښتل او د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا د بګرام په یوې قهوه خانه کې یې ورسره ولیدل.

دا چې له کابل څخه پروان ولایت ته د یو امریکايي وزیر د لیدنې لپاره د دواړو مشرانو ورتګ د هیواد ملي حاکمیت تر سوال لاندې راولي، ارګ د ملاقات په انځورونو کې لاسوهنې او جعلکارۍ ته اړ شو او د فوټوشاپ په مټ یې په انځورونو کې نظامي ساعت او د خطر زنګ له مینځه یووړ او تر خپلې وسې يې د یوې نظامي اډې نښې نښانې پاکې کړې.

د ارګ دغه افشا شوې جعلکاري د عامو افغانانو د بحثونو زړی ګرځېدلې او د څلورو ورځو په تېرېدو لا هم په ټولنیزو رسنیو کې توده موضوع ده.

خو دا لومړی ځل نه دی چې په مطبوعاتي ډګر کې د حکومت له جعلکاریو او تزویر څخه پرده اوچتیږي. تر دې وړاندې هم د دولت رسنیزو ارګانونو په سخته کې جعلي انځورونو او ناسمو معلوماتو ته لاس اچولی او په دې توګه یې د ځان درنه او د مخالفینو سپکه کړې.

نن ټکی اسیا د دولت د معلوماتي جعلکاریو او د حقایقو د تحریف څو مهمې پیښې د بېلګې په توګه راغونډې کړي دي:

د شام او عراق ملکي تلفات: د تېر کال په اپریل میاشت کې طالبانو د ملي امنیت په لسم ریاست بریدونه وکړل. د دولت ملاتړو مطبوعاتو او د خواله رسنیو فعالانو یادې پيښې ته د عراق، شام او مصر د ملکي تلفاتو انځورونه منسوب او په خرپ نشر کړل. دغه راز یې د فوټوشاپ په مټ د کابل د سیند اوبه په وینو سرې کړې ترڅو ولسي عواطف د برید په خلاف راوڅرخوي.

د ښورابک بند: د تېرې جولای په میاشت کې طلوع تلویزون د دولتي چارواکو په حواله د یو ویجاړ شوي بند انځورونه خپاره کړل چې ګویا طالبانو د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې ویجاړ کړی، په داسې حال کې چې په نوموړې ولسوالۍ کې د اوبو بند اصلا شتون نه درلود او انځورونه د امریکا په ایروزونا ایالت کې د اوبو له یو بند څخه اخیستل شوي وو چې د زلزلې په نتیجه کې ویجاړ شوی و.

جعلي ملا عبدالمنان: د مارچ په میاشت کې د ملي امنیت شورا تر سرپرستۍ لاندې خپریدونکې (سرخط) ورځپاڼې په هلمند کې د طالبانو د والي (ملاعبدالمنان اخند) جعلي غږیز کلیپ خپور کړ چې د نوموړي له اصلي غږ سره یې توپیر د ټیلرسن د انځورونو په شان خورا جوت و.

جعلي ټلیفوني اړیکي: د روان کال په جنوري میاشت کې کابل میشتو لیکوالانو او شنونکو، چې د سولې په برخه کې هم فعال دي، خبر ورکړ چې د طالبانو مشرانو په نامه ورسره تلیفوني اړیکه نیول شوي او په نظامي بریدونو کې ترې د همکارۍ غوښتنه شوې. که څه هم دغو لیکوالانو په واضحه ډول ونه ویل چې د دغو کړنو ترشا د چا لاس دی خو هغه یې د ګډحکومت په داخل کې د «شر خوښو» کسانو «ماشومانه دسیسه» وبلله.

جعلي شبنامې: د تېر کال په وروستیو او د روان کال په سر کې په پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو کې د طالبانو په نامه جعلي شبنامې، اعلامیې او اخطارونه وویشل شول.

د ټولنیزو رسنیو په فعالانو نیوکه کیږي چې د راپورونو په منلو کې له دقت او پلټنې کار نه اخلي او د دولت مطبوعاتي فعالان د خلکو له دغې کمزورۍ څخه په استفادې په جعلي انځورونو هغوی د طالبانو په خلاف تر هغه حده لمسوي، چې ترڅو د پیښې رښتیني بڼه رارسیږي جعلي انځورونو یې کلي وران کړي وي.

په تېرو کلونو کې داسې هم پيښ شوي چې دولتي ځواکونو ملکي تاسیسات ویجاړ کړي وي او انځورونه یې طالبانو ته په منسوبولو خپاره شوي وي. د تېر کال په اګست میاشت کې طالبان د یو نړیدلي پول د انځور په تور تر سختو نیوکو او غندنو لاندې راغلل، خو څو ورځې وروسته معلومه شوه چې نوموړی پول اربکیانو شپږ میاشتې مخکې په لغمان ولایت کې د دې لپاره نړولی و چې سیمې ته د طالبانو د ورتګ مخه ډب کړي.

طالب ویاندویانو تل په خپلو اعلامیو او څرګندونو کې ټینګار کړی چې ولس دې د دولت د تبلیغاتي خپرونو په باور او منلو کې له احتیاطه کار اخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د