نظــر

د ارګ جعلکاري ولس ته یوه هیله مندي

شاهد (غزنیوال)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن لخوا بګرام پوځي اډې ته د ښاغلي غني او عبدالله تر احضارولو وروسته ولسمشریزې ماڼۍ د یاد خبر له خپراوي سره د بګرام په پوځي کوټه کې اخیستل شوي انځور د فوټوشاپ په وسیله داسې برابر کړ چې ګواکې یاد ملاقات د بګرام په کومې پوځې کوټې کې نه ؛ بلکې د ارګ مربوط په یوه دفتر کې تر سره شوی دی.

خو د ارګ لخوا د یاد خبر او تصویر تر نشر وروسته نیویارک ټایمز ورځپاني بګرام ته د ریکس ټیلرسن د راتګ او بګرام ته د ګډ حکومت چارواکو احضارولو خبر د هماغې پوځي کوټې له اصلي تصویر سره نشر کړ.

نیویارک ټایمز دا تبصره هم ورسره نشر کړه چې له ارګ څخه د یاد خبر په اړه نشر شوی انځور کې لاس وهل شوی دی.

بګرام ته د ټیلرسن لخوا د افغان ولسمشر په توګه د غني او د هغه دولت شریکو ملګرو احضارول که څه هم امریکایانو ته یوه عادي خبره خو غني او دولتي شریکانو ته یې یو له سپکاوي ډک عمل دی.

دا چې د ارګ مطبوعاتي چارواکي دا کار د ځان لپاره سپکاوی او شرم بولي او د دې شرم پټولو لپاره یې پربل شرموونکی عمل (جعلکاري ) لاس پوري کړ خپله ماته د یوه افغان په حیث یوه هیله مندي را وبښله.

هیله مندي په دې معنی چې د ارګ له جعل کاري څخه دا معلومیږي چې هغوی پر دې خبري شرمیږي چې ښاغلی غني د ولسمشر په توګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له لوري بګرام ته احضار کیږي.

ما چې د جان کیري لخوا د ګډ حکومت له منځته راتلو راهیسي د ګډ حکومت چارواکو او د افغانستان د ځینو بوږنوونکو پیښو په اړه د هغوي د مطبوعاتي ټیم څرګندونې اوریدلې دې له امله یې دې باور ته رسیدلی وم چې ارګ وال د شرم ، خجالت او انساني ضمیر په نوم اصلا څه پیژني نه.

د بیلګې په توګه د ښاغلی غني او ټیلرسن په همدې وروستي ملاقات کې نوموړي ټیلرسن ته د افغان ولس په استازیتوب وویل چې : (( د ټرمپ جنګي ستراتیژي ټولو افغانانو ته د تائید وړ او په کلکه یې د پلي کیدو غوښتنه کوي)).

خو دا هغه ستراتیژي ده چې په پلي کیدو کې يې پر افغانانو ۳۰۰۰ بمونو اوریدلي او له امله یې تر ۸۰۰۰ زیات افغانان وژل شوي دي، مګر ارګ مشر غني بیا هم ټیلرسن ته وايي چې دا ستراتیژي د افغان ولس د تائید وړ او ټول یې په کلکه د پلي کیدو غوښتنه کوي…

یواځې دا نه بلکې اشرف غني د ګډ حکومت په تیره دری کلنه دوره کې د امریکايانو د خوشاله کولو لپاره په زرګونو داسې كړنې او څرګندونې کړې چې یو باضمیره مسلمان انسان یې تش په یادولو د شرم احساس کوي.

ما تمه نه لرله چې د دغسي سپین سترګې اولویدلي کرکتر (غني ) په ټول ماحول کې داسې څوک وي چې د افغاني او انساني ضمیر په لرلو سره دي د ټیټو کړنو په ترسره کولو د خجالت احساس وکړي.

خو د ارګ لخوا چې مي د بګرام په احضاري مجلس کې د اخیستل شوي تصویر فوټوشاپ کاري ولیده نو دا هیله مندي راته پیدا شوه چې که منحط (لویدلی) ارګ مشر هر څومره ټیټ او ذلیل شخصیت دی خو په څنګ کې یې داسې څوک شته چې د امریکايي وزیر لخوا بګرام ته د ارګ مشر احضارول د ارګ توهین ګڼي …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x