نظــر

انس حقاني په کوم جرم د اعدام مستحق بلل کیږي؟

ډاکټر نظام

شهرت ننګیال د افغانستان یو مشهور لیکوال دی، د طالبانو په وخت کې یې له قاضي محمد حسن حقیار، فضل الدین سراجي او خپلو څو نورو ملګرو سره د افغانستان شمال ته سفر کړی و، چې ددې سفر یونلیک یې ( د مرګ پر وزرو) تر عنوان لاندې لیکلی او دانش خپروندیه ټولنې نشر کړی دی.

په دې کتاب یي لیکلي چې د طالبانو د حکومت په مهال د هغوی تر واک لاندې سیمه جوزجان کې د نورو عامو خلکو تر څنګ د طالبانو د سخت ترین دښمن جنرال دوستم سکنی ورور هم اوسیده او بې غمه یې د خواجه دوکو سیمه کې په خپل کلي کې ژوند کاوه. کله چې له طالبانو وپوښتل شول چې دوستم خو ستاسو سخت دښمن دی، د دوستم کسانو ستاسو څومره ملګري او ملاتړي د حیرتان او جوزجان په دښتو کې ژوندي تر خاورو لاندې کړل، مګر نن تاسو د هغه ورور آزاد پرې ایښی او خپل عادي ژوند کوي. دا ولې؟ دې پوښتنې ته د طالبانو ځواب دا و چې که جرم او جنایت کړی نو خپله دوستم به کړی وي، جرم په اسلامي او نړیوالو بشري ټولو قوانینو کې شخصي عمل دی، یعني یوازې خپله مجرم ورباندې پړ او ملامت بلل کیږي، د مجرم پلار، وروڼه، زامن، ښځه او نور خپلوان دده په ګناه نه نیول کیږي حتی الله تعالی په قران کریم کې په تکرار سره وایي چې ( ولا تزر وازرة وزر اخری) یعني د قیامت په ورځ به هیڅ بوج اخیستونکي ته د د بل چا د ګناه بار نه ورپه غاړه کیږي او یوازې د خپل عمل مسؤل به وي.

دا چې جرم یو فردي عمل دی یو داسې منل شوی قانون دی چې دنړۍ په ټولو ادیانو، تهذیبونو او افکارو او مقننه بنسټونو کې د کاڼي د کرښې په شان منل شوی او هیڅوک هم ترې انکار نه شي کولای. د افغانستان د اساسي قانون ۲۶ ماده داسې حکم کوي. ماده 26: جرم یک عمل شخصی است ، تعقیب ، گرفتاری ویا تطبیق جزا بر او به شخصی دیگری سرایت نمیکند.

دې ته په پام سره ټول شواهد دا وایي چې انس حقاني خپله د کوم داسې عمل مرتکب شوی نه دی چې د افغانستان قضائیه قوه یې جرم بولي. د افغانستان د حکومت په وړاندې وسلوال مخالفت او جګړه چې د انس حقاني جرم بلل کیږي، هیڅکله په کې شخصا انس حقاني دخیل نه دی پاته شوی، د حقاني شبکې نظامي او پوځي چارې د هغه د مشرانو وروڼو سراج الدین حقاني او بدرالدین حقاني لخوا پر مخ وړل کیدلې، انس حقاني ۱۹ کلن ځوان او د نیول کیدو تر وخته د مدرسې طالب و، هغه د امریکایانو لخوا په تور لیست کې هم نه و شامل شوی، هغه ځان له سیاسي مخالفتونو لرې ساتلی و له همدې امله یې پرته له خطر احساسولو ازاد سفر کاوه چې د امریکایانو لخوا د نامعلومو دلائلو په اساس ونیول شو.

که د انس حقاني جرم دا وي چې ولې یې په مدرسه کې سبق وایه او یا ولې یې بحرین ته سفر کړی و نو دا خبره ځکه بې اساسه ده چې هر کار ته د قانون له مخې جرم نه ویل کیږي، جرم خپل تعریف لري. د افغانستان د اساسي قانون ۲۷ مه ماده وایي: هیچ عملی جرم شمرده نمیشود، مگر به حکم قانون که قبل از ارتکاب آن نافذ گردیده باشد.هیچ شخص را نمیتوان ، تعقیب و گرفتار و یا توقیف نمود مگر به حکم قانون.

دغه راز د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه په نهمه ماده کې لیکي چې ( ماده 9- احدی را نمی توان خود سرانه توقیف ، حبس یا تبعید نمود .)له دې څخه معلومیږي چې پرته له تعریف شوي جرم نه د یو چا نیول او بندي ساتل خپله یو جرمي عمل دی چې په دې ډول د انس حقاني نیول خپله یوه داسې جرمي کړنه ده چې باید پوښتنه یي وشي.

او که د انس حقاني جرم دا وي چې ولې د جلال الدین حقاني زوی او د سراج الدین حقاني ورور دی، نو دا خبره ځکه بي اساسه او نه توجیه کیدونکي ده چې که د یو جرم کوونکي ورور کیدل هم جرم وي نو بیا خو باید د ټولو مجرمینو او تر عدلي تعقیب لاندې افرادو خپلوان لکه والدین، وروڼه او زامن ونیول شي او محابسو ته واچول شي.

په دې ډول خو باید د افغانستان ټول خلک زندان ته واچول شي او په اعدام محکوم شي ځکه د هر یو قریب یا خپلوان له طالبانو سره لاس لري نو د هماغې خپلوۍ په وجه باید هرڅوک مجرم وشمیرل شي.

د حیرانۍ ځای خو دا دی چې په دې ورځو کې د افغانستان د مقننه شوری مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار دا خبرې کوي چې انس حقاني دې اعدام شي. مسلمیار صاحب ته به ووایو چې یوه ورځ لږ د افغانستان اساسي قانون ته سر ورښکاره کړي او وګوري چې په ۲۶مه ماده کې یي څه لیکلي. د مسلمیار خبرې له اساسي قانون سره په تناقض کې واقع دي او که انس حقاني حقاني اعدامیږي دا به د اساسي قانون ماتیدل وي.

د انس حقاني خلاف د اعدام حکم به شاید نورې هم ناوړې پایلې ولري. همدا اوس د حکومتي چارواکو نږدې خپلوان په اطرافو او کلیو کې د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې ارام ژوند کوي، حتی د وزیرانو په سطحه د چارواکو پلار، وروڼه او خپلوان په اطرافو کې اوسي. که انس حقاني د خپلوۍ په جرم اعدامیږي شاید طالبان هم دچارواکو خپلوي جرم تلقي کړي چې بیا به پایله ډیره بده راووځي او دا به د جنګ ځپلي افغانستان په جګړو کې یو بل بدمرغه رواج جوړ شي او ډیر ناخبره او معصوم انسانان به یې یوازې د مجرمینو سره د خپلوۍ له امله قرباني شي. بناء مسلمیار ، نبیل ، امر الله صالح او نور صاحبان دې دغه غیرقانوني خبرې له خولې وغورځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x