پښــــتو ادب

صدیقي خپرندويي ټولنې تازه خپاره کړي کتابونه

نن ټکی آسیا: صدیقي خپرندویه ټولنه چې له څو لسیزو راهیسې د هېوادوالو په ځانګړې د کتاب او ادب مینه والو په علمي او فرهنګي چوپړ بوخته ده او تر دې مهاله یې سلګونه اسلامي، ادبي،تاریخي، علمي، ټولنیز او معلوماتي آثار خپلې ټولنې ته وړاندې کړي دي؛ په راتلونکې کې هم دغه مزله ته دوام هوډ لري.

صدیقي خپرندویې ټولنې په همدې ترڅ کې دا ځل بیا د تېر په څېر د خپل دین،هېواد،ژبې،ادب او تاریخ مینه والو ته په دې وروستیو کې یو شمېر په زړه پورې او مهم کتابونه خپاره کړي.  
۱- افغان محدثین
افغان محدثین یو نوی را غونډ شوی او لیکل شوی کتاب دی،چې د څېړنې او را ټولولو چارې یې ښاغلي محمد رسول پېروز سرته رسولي، د صدیقي خپرندویې ټولنې له لورې په ۱۹۷ مخونو، مناسب کاغذ او ساده پښتۍ کې تازه له چاپه راوتی دی.
۲- د افغانستان لنډ تاریخ
د ارواښاد استاد علامه عبدالحي حبیبي (رح) مشهور تاریخي کتاب چې د استاد عبدالروف بېنوا مرحوم له لورې ژباړل شوی او لومړی چاپ يې ۱۳۵۶ل کال له چاپه راوتلی، اووم چاپ يې صدیقي خپرندویې ټولنې د فدا محمد لیوال په اهتمام او پرتلنې، له خورا ښه کمپوز شوې بڼې سره په ۶۳۲مخونو کې خپور کړی دی.
۳-   د غزني تاریخي جغرافیه
د غزني د تاریخي جغرافيې په اړه د وتلي لیکوال او څېړونکي محمد ولي ځلمي نایابه اثر چې په لومړي ځل په ۱۳۶۲ل کال کې په کابل کې خپور شوی و، دوهم ځل د همدې ټولنې له لورې په خورا ښه کمپوز، جالب سکښت، په زړه پورې پښتۍ او مناسب اخباري وزمه کاغذ په ۳۸۰ مخه کې چاپ شوی دی.
۴- پښتو او د غزني لویکان
پښتو او د غزني لویکان د ارواښاد علامه حبیبي (رح) تاریخي-څېړنیز اثر دی، چې د غزني د تاریخ او پښتو ادبیاتو کې یوه په زړه پورې علمي څېړنه بلل کېږي او پښتو ته په لومړي ځل د ښاغلي حافظ عبدالهادي مجروح له لورې را اړول شوی دی. صدیقي خپرندویې ټولنې په ۱۴۴ مخه، جالب ډېزاین، سپین کاغذ او ښه کمپوز شوې بڼه کې د ۱۰۰۰ ټوکه په تېراژ تازه خپور کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې پورتني څلور واړه آثار او همدارنګه د صدیقي خپرندویې ټولنې له لورې په ۲۰۱۳ زیږدېز کال کې کابو ټول خپاره شوي آثار، د اسلامي تمدن د پلازمېني په توګه د لرغوني غزني د غوراوي او نمونې په ویاړ خپاره شوي.
یاد کتابونه په کندهار او کوټه کې د صدیقي خپرندویې ټولنې د کتاب پلورنځیو سربېره د هېواد په نورو مشهورو کتاب پلورنځیو کې ترلاسه کولای شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x