افغانستان

روزګان : د چورې او چهارچينو ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۶):د روزګان د ولايتي شورا چارواکي وايي چې د حکومت د نه پاملرني له امله د دې ولايت دوې ولسوالۍ (چوره او چهارچينې) د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

د ولايتي شورا وکیل عبدالکريم خاديم زوی رسنيو ته د روزګان پر چهارچينو ولسوالۍ د طالبانو له لوري د پراخو بريدونو تر څنګ د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلي خبره منلي.

نوموړی وايي که حکومت چهارچينو او چورې ولسواليو ته اضافي سرتيري وا نه ستوي يادي دواړي ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولويږي.

د روزګان د والي وياند نایاب وايي : طالبانو پر دوو ولسواليو د تېر په څېر ډليز بريدونه کړي خو زموږ د امنيتي سرتيرو له لوري پر شا تمبول شوي.

طالبانو د چهارچينو ولسوالۍ پر مرکزي ودانۍ تېره شپه تهاجمي بريدونه کړي ، د دوی په وينا نژدې ۱۸ سرتيري يې د تيري شپې په بريد کې وژلي خو امنيتي چارواکي بيا په همدې کچه مرګ ژوبله طالبانو ته اوښتې بولي.

د چهارچينو ولسوالۍ مرکز لا هم د طالبانو له خوا تر محاصرې لاندي دی.

کابو درې ورځي وړاندي طالبان وتوانيدل چې د چهارچينو ولسوالۍ ۸ امنيتي پوستې ونیسي او ځان د ولسوالۍ تر مرکزي ودانۍ او امنيه قومندانۍ پوري ورسوي.

د روزګان ولايت لوړ پوړي چارواکي په سيمه کې د طالبانو د فعاليت د زياتوالي لوی لامل په ځايي پولیس کې شته اختلافات ګڼي.

د يادوني ده چې تېره ورځ په چهارچينو ولسوالۍ کې د پوليسو په خپل منځي جګړه کې يو تن وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x