نظــر

زه به یا شهید یم یا به ژوندی وم، خو د کابل …

عبدالله ابن مبارك احمدزى

زه به یا شهید یم یا به ژوندی وم، خو د کابل د فتحې مبارکي سر له اوسه درکوم.

زه د دغه مزدور نظام د سقوط علامې او نښې د سر په سترګو وینم،د دقیقو راپورونو په اساس د امریکا خارجه وزیر بګرام کې ویلي چې د افغانستان نفت او تېل به څنګه شي؟ ع او غ سم ځواب نه دی ورکړی،د بګرام څخه په تېرو څو میاشتو کې سلګونه ترجمانان وشړل شول،د امریکا سفارت چې د ګرین کارټ یا په دغه سفارت کې د استخدام کومه پروسه پیل کړې وه هغه هم په ټپه ودرېده.

هر دموکراتیک نظام په ۴ ستنو او قوتونو ولاړ دی چې هغه مقننه،قضائیه،اجرائیه او مطبوعاتي قوتونه دي،د کابل په اداره کې دغه ستنې د ثبات او تعادل له حالته انحراف ته مایل ښکاري،په مقننه قوه کې انډوخر روان دی،قضائیه قوه کې رشوت دی او فساد دی،اجرائیه کې مظلوم محکوم دی او ظالم حاکم،رسنیزه قوه کې هم فحشا او ډمتوب،زهرجن تبلیغات ډېر شوي چې ملت ټول ترې کرکه کا.

هر عاقل،بالغ،هوښیار او عادل سړی چې د کابل اوسنۍ ادارې ته نظر وکا،د نظام د سقوط علامې به ښکاره وویني.

که یې نه منئ یوه اونۍ د نظام ماهیت او په نظام کې شته لوازم د بې طرفۍ په سترګو مطالعه کړئ بس.

دا نظام به نسکوریږي او پرځای به یې سپین سوچه اسلامي نظام راځي.

دا نه مبالغه ده،نه لاپې شاپی دي،نه احساسات دي،نه خیال پلو دی او نه د پاکستان او هندوستان د پروژو تعمیل.

زموږ سرحد او حدود زموږ عقیده ده،موږ به د ځینو ملحوظاتو په پار څه نا څه وایو خو حقیقت دا دی چې موږ په تورخم،حیرتان،سپین بولدک،تورغندي او ډیورند پورې بند او واز نه یو،زموږ دعوه د ټول امت ده،نو بنا باید د ټول امت غم راسره وي.

دا خبره شاید ځینو ته د خندا او استهزا وړ وي خو زموږ تاریخ ثابته کړې چې الله پاک خپلو مؤمنو بنده ګانو ته محال کې امکان ته زمینه برابره کړې ده.

د نظام سقوط د سر په سترګو وینم،که د سترڅښتن خوښه وه په منځ مهال کې به یو ځل بیا نړۍ ته د اسلامي نظام یوه غوره نمونه تمثیل کاندو ان شاء الله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x