نظــر

کابل اداره د سرتيرو له فقدان سره مخ کېدونکې ده

خالد رعد

که څه هم کابل اداره ادعا کوي چې زرګونه سرتيري لري او د دې توانايي لري چې د ټرمپ ستراتيژي په ټول زور عملي کړي، خو که حقايقو ته وګورو، دغه اداره في الحال د سرتيرو له نه شتون او لا ورکېدو سره لاس او ګريوان ده او همداراز يې شته سرتيرو په کلي ډول او له هره اړخه مورال بايللی دی. د کابل ادارې باټې او دعواوې خو (بګرام کې د امريکا له خارجه وزير ټيلرسن سره د ملاقات) له پرونيو انځورونو او دې ته ورته له نورو جعل کاريو هم پېژندلی شو، چې له واقعيتونو سره په څومره لوی واټن کې دي.

په بهرنۍ ميډيا کې خبر دی، هغه افغان سرتيري چې امريکا ته د پوځي زده کړو لپاره تللي وو، غايب شوي دي او لا يې دا کچه لوړيږي، د سيګار د راپور له قراره دغه سرتيري چې زيات يې پوځي افسران دي، له ۲۰۰۵ کال راهیسي يې تعداد ۱۵۲ تنو ته رسېدلی، چې ځينې يې نيول شوي، څو نور بيرته هيواد ته راغلي، د ګوتو په شمېر د کاناډا په لور تښتېدلي او ۱۰۳ يې لا هم په امريکا کې ليدل شوي، خو امريکايي حکومت يې تر اوسه پورې په نيولو نه دی توانيدلی.

فعلا د امريکا د مهاجرينو او ګمرکاتو د تطبيق ادارې د تروريزم ضد څانګې (Immigrations and Customs Enforcement (ICE) counterterrorism unit) اندېښنه ښودلې چې دغه ورک شوي پوځي تربيت يافته افراد د امريکا لپاره لوی خطر جوړېدای شي، ځکه چې دا افسران د نورو مهاجرينو په څېر له ډير تفتيش او پلټنې پرته امريکا ته داخل شوي او لوړ جنګي مهارتونه يې حاصل کړي دي، ياده اداره اوس په دې فکر کې ده چې څنګه له امريکا څخه له محکمې او ضمانت پرته د دې خلکو د تېښتې مخنيوی وکړي.

يو تښتېدلي خو بيا نيول شوي سرتيري سيګار ادارې ته په مرکه کې ويلي چې افغانستان ته د نه تلو او د تېښتې لوی لامل يې د طالبانو د هدف جوړېدو ويره وه، بل د ځان د خلاصون په موخه ويلي چې کور ته يې طالبان ورغلي او کورنۍ يې د ده له امله تهديد کړې او دوو نورو بيا د سياسي پنا تر لاسه کولو په پار بهانه کړې، چې کورنۍ ته يې د طالبانو له لوري تهديدي ليکونه رسېدلي او تليفونونه ورته شوي دي.

امريکا په دې اميد د کابل ادارې اړوند سرتيري د لوړو پوځي زده کړو لپاره امريکا ته بيولي وو، چې بيا به په افغانستان کې د دوی او ايتلافي ځواکونو لاس نيوی کوي او پرې هوسا به شي، خو په ټول هيواد کې د طالبانو مرګوني، پر وخت او پرځای بريدونه دومره زيات او موثر شوي چې د کابل ادارې د نويو تربيه شويو سرتيرو دماغ ته يې ټکان ورکړي او تر بل هر وخت زيات يې ويرولي دي.

په هيواد کې د عسکرو په تربيتي مراکزو او ميشت ځايونو د طالبانو زياتيدونکي بريدونه له پوځي تربيت ځايونو، دغه راز له پوستو او قرارګاوو د عسکرو د تېښتې د زياتېدو سبب شوي دي، چې له امله يې حتی په امريکا کې هم د ټريننګ مراکزو راتلونکې سړه او تياره ښکاري.

په ياد راپور کې هم ويل شوي چې د طالبانو وروستيو بريدونو د کابل ادارې د سرتيرو مورال خورا ځپلی، په تېره بيا په تېره هفته کې د پکتيا، کندهار، غزني او کابل تازه بريدونو، چې لسګونه سرتيرې پکې ووژل شول، په کور د ننه عسکر هم سخت ويرولي او ډير پوليس او د اردو سرتيري له خپلو ليکو تښتېدلي دي.
د کابل ادارې له پوځي او پوليسي ليکو د تېښتې لامل يوازې د طالبانو د بريدونو وېره نه، بلکه ډېر نور عوامل هم شته چې له امله يې کابل اداره د سرتيرو له قحط سره مخ کړې ده.

د امريکايي اشغال ضد مبارزين په خپلو تشکيلاتو کې د دعوت او ارشاد اداره لري، دا هغه اداره ده چې د کابل ادارې ګڼ عسکر يې حقايقو او واقعيتونو ته متوجه کړي او د يرغلګرو لاسپوڅو ته يې له چوپړ وهلو راګرځولي دي. مجاهدين د دې ادارې له لارې خورا سترې لاسته راوړنې لري، دوی زياتې پوستې او پراخې سيمې د دې ادارې د هڅو په برکت د ځان کړي او آن سلامتې قرارګاوې يې تسليمېدو ته اماده کړي دي.

دغه راز د ګوډاګۍ ادارې د ننه ژور اختلافات، په واقعيتونو لوبې، د ولس له سترګو د حقايقو پټولو ناکامې هڅې او د اشغالګرو او اجيرو عسکرو له لوري له ولس سره بد چلند او بد اخلاقي هم له دې ادارې د سرتېرو د بيزارۍ هغه لوی لاملونه دي، چې هيڅکله به يې لاسپوڅې او د بل په مټو تکيه اداره په له منځه وړلو بريالۍ نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x