افغانستان

کابل کې پر بهرني ميلمستون او کليسا ډله ييز بريدونه شوي

نن ماذديګر شاوخوا څلور بجې د کابل ښار شپږمې حوزې کارته سه سيمې سره پر يو بهرني ميلمستون او کليسا ډله ييز سرتيري بريدونه شوي دي.

عيني شاهدان وايي چې وسله وال طالبان د بهرنیانو میلمستون ته ننوتی. جګړه اوس هم روانه ده. ډیری بهرنیان په میلمستون کي بند پاتي دی. امنیتي ځواکونه تر اوسه نه دي توانیدلي چي، د میلمستون ودانۍ تر خپل کنټرول لاندي راولي. د لویو او وړو ډزو اوازونه اوریدل کیږي. داسي راپورونه دي چي بريدګر ۴ تنه وو. لومړي یی موټربم برید وکړ. پاتې درې تنه ودانۍ ته ننوتل جګړه روانه ده.

طالبانو د پيښې مسؤوليت منلی او وايي چې، دغه ميلمستون چې کليسا هم وه، افغانان پکې مسيحيت ته اړول کيدل. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، د دوی څو تنو سرتېرو ملګرو په سپکو او درنو وسلو سمبال پر دغه بهرني ميلمستون چې، کليسا هم ده ډله ييز بريدونه پيل کړي او تر اوسه يې ګڼ کورني او بهرني اتباعو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د عیني شاهدانو په وینا د پيښې ځای سره نژدې د ملي شورا ودانۍ او د ولسمشرۍ د کانديد هدايت امين ارسلا کور، د ولسمشرۍ د بل کانديد قطب الدين هلال د کمپاين دفتر، د قزاقستان او ازبکستان سفارتونه هم موجود دي.

د پيښې په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن  ټکی اسيا سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x