افغانستان

رولا غني وايي، په افغان سوله کې د ښځو ونډه ډېره مهمه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۶): د افغانستان د ولسمشر لومړی میرمن رولا غني د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې یوه کانفرانس ته د وینا پر مهال ویلي چې د افغانانو تر منځ د سولې په هڅو کې د ښځو ونډه ډېره مهمه ده.

د ولسمشر اشرف غني میرمن رولا غني چې په اصل لبنانۍ ده، اولادونه یې په امریکا کې دي، ځکه وخت نا وخته د هغوی د لیدو لپاره امریکا ته ځي او هلته بیا په مختلفو بحثي او څیړنیزو کانفرانسونو کې ګډون کوي.

رولا غني وویل چې ښځي په ملت جوړونه کې مهم اغیز لري، افغان میرمني هم کولای شي چې د نارینه وو تر څنګ د افغانستان د سولې په برخه کې پوره ونډه ولري.

هغې زیاته کړه: اوس مهال افغان میرمنې د سخت دریځۍ څخه کړیږي، ځکه باید لومړی سخت دریځي وځپل شی او بیا قانون په کراره کراره پر خلکو عملي شي.

د کتونکو په باور افغانستان په اوس وخت کې د سولې پر لور نه بلکې د جګړې پر لور روان دی، په ځانګړي ډول کله چې امریکا اضافي ځواکونه را لیږي او غواړي چې په هیواد کې وسلوالې ملیشې زیاتي کړي ، د بمبارونو او چاپو په ذریعه افغانان وزوروي او د اوږد مهاله قرارګاو په جوړولو سره د افغانستان ګاونډیان یو پر بل سره بد ګمانه او په افغانستان کې یې په نیابتي جګړه کې ښکېل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

هغه نور ډالر يې نه دي بس سوي اوس په سوله کې هم خپله ونډه غواړي_داچې کوم د سخت دریځي څخه په ګوزو ده مقصد يې اسلام دي – لعنة الله عليها وعلی اعوانها ومن والاها – مګر دوی ملعونین په ښکاره د اسلام نوم نه یادوی- الحمدالله موږټول افغانستان مسلمانان يو دا به د خپلې مردارۍ سره دوږخ ته استوو – وما ذلک علي الله بعزيز

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x